لیکنه: جلیل احمد ارمان
دا کاينات ډېر لوى دي. شاید دومره لوى وي چي د غټوالي لفظ لا د ده ومخته کوچنی شي. د نن ورځي تر ټولو طاقتور تیلسکوف یوازي ۳۰۰۰ کهکشانونه کشف کړي دي کوم چي د ۱۲ اربه نوري کاله په دایره کې خپاره شوي دي.
ډاکټر ایلس سلور یو ډېر نامتو ډاکټر او ارکولوژیست دی، ده په خپل کتاب کې یوه ډېره په زړه پورې دعوه کړې او دعوه يې په دې اړه ده چي انسان د دغه ځمکې اصلي اوسیدونکی نه دى، بلکه دا په کوم بله سیاره کې جوړ کړل شوی او د کوم لامل له امله دلته غورځول شوی دی.
ډاکټر ایلیس سلور وايي انسان چي په کوم ځای یا ماحول کي لومړی جوړ کړل شو یاني په کوم ځای کې چي اول اوسېده هغه ځای یا سیاره ارامه او زیات مناسب ماحول والا وه. هلته انسان ډېر نرم او نازک ماحول کې ژوند کاوه. د دغه نازک مزاج او ارام طبیعت څخه ښکاره ده چي ده د خپل رزق پیدا کولو لپاره هلته هېڅ کوم خواري نه کښل یاني اړتیا نه وه ورته هر شی خپله ورته ورکول کیدل.
دا یو ډېر نازولى مخلوق و کوم چي داسې په زړه پورې ژوند يې په نصیب وو. هغه ماحول چېرې چې انسان مخکي اوسېده یا اول اوسېده یو داسي ماحول و کوم چي د ګرمۍ او د یخنۍ پر ځای تل د پسرلي پادشاهي وه او هلته د لمر په څیر د خطرناکو ستورو ګرمي او زیان رسونکې وړانګې هېڅکله نه وه، کوم چي د دغه مخلوق له برداشت څخه وتلې او تکلیف ورکوونکي وي.
د دغه خبرو مطلب دا دی؛ چا چي دغه مخلوق هلته جوړ کړ او بیا يي ځمکي ته راوسته نو معلومه خبره ده چي دغه ذات هغه ذات دی کوم چي د ستورو او د ټوله نظام او کایناتو مالک دی یاني د دې ټولو شیانو پادشاه دی او دا بې له شکه د الله( ج) لا شریک ذات دی. الله(ج) که هر مخلوق ته يې اراده شوې وای یا وشي هر ځای چې وغواړي د سزا او جزا او امتحان په توګه يي استولای شي. الله(ج) د مختلف قسم مخلوقات پیدا کولای شي او هم يې کړي دي.
ډاکټر ایلیس سلور وايي چي کیدای سي ځمکه یو داسي ځای وي کوم چي د زندان قرار ورکول کیدای شي او یا د یو امتحان ځای. یو داسي ځای چېرې چي مجرمان او نور خلګ د سزا او امتحان لپاره استول کېږي. د وچي د یو داسي ټوټې شکل د کوم څلور خواو ته چي سمندرونه دي هلته انسان واستول شو.
ډاکټر ایلیس سلور یو ساینسپوه هم وو چي د مشاهداتو/ کتنو د پايلو تر لاسه کولو وروسته یوه خبره یا یوه دعوه او یا یوه نظریه رامنځته کوي. د ښاغلي سلور یو کتاب شته چي د (the human is not from earth )/ انسان له ځمکې څخه نه، په نامه يادېږي.
د ښاغلي سلور په دغه کتاب کي زیاتره داسې ساینسي دلیلونه شته کوم چي انسان فکر کولو ته مجبوره کوي او د دغه دلایلو غټ لامل چې په کوم ټکو باندي دی، په دوی کي ځیني ثابت شوي هم دي او په دغه خبرې دلالت کوي چي انسان له ځمکي څخه نه دی، راځئ چي د دغه کتاب څو لاملونه دلته ووایو:
اول لامل:
د ځمکي د جاذبې قوه او د هغه ځای د جاذبې قوه له کوم ځایه څخه چې انسان راغلی زیات توپیر لري. له کومې سیارې څخه چي انسان راغلی د هغه ځای د جاذبې قوه د ځمکي د جاذبې قوې څخه کمه وه، د کوم څه له امله چي د انسان لپاره تګ او راتګ او وزن پورته کول ډېر اسانه کار وو. د انسانانو لپاره د ملا د درد شکایت اکثره د جاذبې قوې له امله وي.
دوهم لامل:
په انسان کي چي هر څومره دایمي ناروغۍ پیدا کېږي هغه په نور هېڅ ډول مخلوقاتو کې نشته کوم چي په ځمکه کي اوسېږي.
ډاکټر ایلیس سلور لیکلي چي تاسو په دغه ځمکه کې داسې انسان راته ښکاره کړى کوم چې هېڅ ناروغي ونه لري، که تاسو دا ثابته کړه یا مو پيدا کړه، نو زه به له خپلې دعوې څخه لاس واخلم، خو د دې برعکس وای زه تاسو ته د دا هر حیوان په اړه ویلای شم کوم چي د وختي او عارضي مریضۍ علاوه په کوم بل مرض باندې یو ځناور هم اخته نه دې.
دریم لامل:
یو انسان هم زیات وخت لمر ته نشي کېناستلى یا پرېوتلاى، بلکه یو څه عمر وروسته يې سر پرې څرخي او د لمریز ضربې ښکار کېږي هم، مګر په حیواناتو کې داسې هېڅ کومه ستونزه نشته په میاشتو میاشتو لمر ته اوسېدلو باوجود حیوان د هېڅ جلدي ناروغۍ ښکار کېږي نه، او نه هم په داسې کومه ناروغۍ اخته کېږي چي تعلق يې د لمر له تېزو شعاوو سره وي. هر انسان دا محسوسوي او هر وخت د ده سره دا احساس وي چي د ده دایمي کور په دغه سیاره کې نه دې، کله کله پرته له کوم لامل څخه په ده باندي داسې خوابدتیاوې او تشويشونه ښکاره شي لکه په خارج کي اوسېدلو ولا مهاجر باندي چې وي.
په ځمکه کي اوسېدلو والا د ټولو مخلوقاتو د تودوخې درجه په اتوماتیک توګه هرې ثانیې وروسته بدلېږي یانې که نن لمر زیات تېز وي، نو د دوى د تودوخې درجه خپله ورسره برابره شي، مګر که په دغه وخت باندې ورېځ راشي نو د دوى د جسم تودوخې درجه د سيوري په مطابق شي، مګر انسان بیا داسې کوم سیسټم نه لري انسان د موسم په بدلېدلو سره ناروغه کېږي. د موسمي تبي لفظ یوازې په انسانانو کې دې. انسان په ځمکه کې پیدا کېدلو والا ټولو مخلوقاتو څخه مختلف دى د دې DNA او جنس په دغه دنیا کې پیدا کېدلو والا مخلوقاتو څخه مختلف او پیچلی دى.
د دغه ساینسپوه د خبرې مطلب دا دى انسان چې په کومه سیاره کې جوړ کړل شوى وو هلته د ځمکي په څېر چټل ماحول یا چاپېریال نه وو. د انسان نرم او نازک جلد کوم چي د لمر له امله تور شي د ده د پیدايشي سیارې په مطابق بلکل مناسب جوړ شوى وو. انسان دومره نازک مزاجه هلته روزل کېده چي ځمکې ته تر راتلو وروسته هم د خپل نازک مزاج په مطابق د ماحول یا چاپیریال پیدا کولو په کوشش کې دې. لکه څرنګه چې انسان په خپل پیدايشي سیاره کې په ارام بستر باندې په خوب عادت وو، دې ځمکي ته تر راتلو وروسته اوس هم په دغه کوښښ باندې اخته دې چې زیاته اندازې سره ارام ژوند تېر کړي لکه قیمتي او ښایسته کورونه، چي هلته درلودل اوس هم په دغه اخته دې چي هغه رقم کورونه ځانته جوړ کړې، مګر نور ټول مخلوقات او حیوانات له دغه څخه جلا دي. دلته د ځمکې خپل اصلي مخلوقات د عقل له مخې یو څه پاته او د درېیمې طبقې ژوند درلودونکي دي کوم ته چي نه د ښه ویلو توفیق شته او نه هم د ښه اوسېدلو او خوړو. انسان دغه مخلوقاتو ته په کتو سره سخت زړی او ظالم شوى دى خو د ده اصلیت د مینې او د امن او ارام ژوند وو. انسان یو داسې مخلوق دى کوم چې د امتحان لپاره ځمکي ته را استول شوى دى.
ډاکټر ایلیس سلور دا وايي چي د انسان د عقل او شعور څخه دا اندازه لګول کېږي چې د ده لومړي مور او پلار کوم چي د هغې بلې دنیا څخه را استول شوي وو له هغه ورځې څخه بیا تر ننه پورې زیات وخت نه دې تېر شوې، یوازې وای یو څو زره کلونه تېر شوي دي ځکه انسان اوس هم په دغه کوښښ لګیا دې چي خپل ژوند د هغه دنیا د ژوند په څېر ارام کړي، کله انسان موټران جوړوي نو کله بیا موبایلان. که چېرې د دې برعکس که څو لکه کاله تېر شوي وای نو کومې لاسته راوړنې چې تاسو يې نن ورځ وینٸ، هغه به زرګونه کلونه مخکې لا شوي وای ولې چي انسان دوهم بې پروا او وحشي نه دې چې زرګونه کلونه دې د حیواناتو په څېر ژوند تېر کړي.
د ډاکټر ایلیس سلور په کتاب کې د دغه کوچني عنوان په حوالې باندې ډېر څه لیکل شوي (انسان له ځمکي څخه نه دې)او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د دغه دلایل تر اوسه پورې هېچا دروغ ثابته نه کړه.
ما چې کله ده دغه کتاب ولوست او ده د دغه دلایلو په ویلو سره زما فکر ته یوه خبره راغله چي اخر دغه کیسه کوم چې یو ساینسپوه يې موږ ته بیانوي، دا یوازې یوه کیسه نه ده بلکه یو حقیقي داستان دى کوم چې د انسانانو په هر الهامي کتاب کې په همداسې توګه بیان شوي.
موږ ټوله د حضرت آدم(ع) او د بي بي هوا انا په کیسه باندي آګاه یو. په صورت الرحمن آیات نمبر ۱۴ کې الله(ج) فرمایلي:
“خلق الأنسن من صلصلٍ کالفخّار”
ترجمه: انسان یعنې ادم (ع) یې له کودړى غوندې کړنګېدونکې وچې ورستې شوې خټې څخه پیدا کړ
دلته له انسان څخه مراد بابا آدم (ع) دې او دلته په دغه آیات کې الله(ج) د دغ مبارک د پیدایښت د کیفیت یوه اندازه بیان کړې ده. په قرآنکریم کې په نورو مقامونو کي هم د ده مبارک د پیدایښت کیفیت نور مراحل هم بیان شوي دي، لکه الله(ج) په صورت مومنون کې فرمایلي:
“ولقد خلقنا الأنسن من سللةٍ مّن طینٍ”
ترجمه: بېشکه موږ انسان له خالصې نرۍ خټې څخه جوړ کړ؛
په بل ځای کي الله(ج) په صورت الصافات آیات نمبر ۱۱ کي فرمایلي:
“أنا خلقنهم مّن طینٍ لّازبٍ”
ترجمه: دوى خو موږ له سرېښناکې خټې څخه پیدا کړي دي.
په بل ځای کي الله(ج) په صورت الحجر آیات نمبر ۲۶ کي فرمایلي دي:
“ولقد خلقنا الأنسنَ من صلصلٍ مّن حمأٍ مّسنون”
ترجمه: موږ انسان د بویناکې خټې او وچ کودړي څخه پېدا کړ.
خو د دې ټولو آیاتونو مانا او تفسیر یو ډول دى او هغه داسې دى چې د آدم(م) له پیدایښت څخه لومړی د هر قسم خاوره راټوله کړاى شوه او بیا په اوبړ سره واغږل شوه، نو بیا هغه داسې توره خټه جوړه شوه له کوم څخه چې بوى راولاړېدو او له دغه سره د آدم(ع) جسم مبارک جوړ شو او کله چي خاوره وچه شوه نو د هوا په تېرېدلو د شارډ په څېر آوازونه کول
بیا يې روح ته د داخلیدلو حکم ورکړ او کله چي روح جسم ته داخل شو او د ده سږمو ته ورسیدلو نو ده مبارک ته پرنجى راغلی او کله چې ژبې ته ورسید نو ده مبارک الحمدالله وویل او الله(ج)وفرمایل یرحمک الله یانې الله(ج) دې پر تا رحمت وکړي او دغه رقم کرار کرار روح په ټوله جسم کي خپور شو او دی مبارک ژوندی او راولاړ شو.
بیا الله(ج) ورته وفرمایل چې ولاړ شه دغه ملایکو ته سلام ووایه او غوږ ونیسه چي دوي څه وايي هر څه چي دوى وویل هغه به ستا او ستا د نسب سلام به وي. آدم(ع) دوى ته لاړ او اسلام علیکم يي وویل ملایکو په جواب کي وویل وعلیکم اسلام ورحمة الله وبرکاة.
کله چي الله(ج) آدم(ع)پیدا کو نو ټولو ملایکو د الله(ج)په امر سره ده ته سجده وکړه مګر ابلیس انکار وکړ او له سجدې څخه يي ډډه وکړ او ويې ویل زه له ده څخه بهتره یم زه دې له اوره جوړ کړم او آدم دې له خاورې څخه او بیا الله(ج) د آدم له کيڼې پښتۍ څخه هوا انا پیدا کړه. په دغه خاطر چي آّدم(ع) له دې څخه ارام ترلاسه کړ. یا الله(ج) دوى ته په جنت کې د اوسېدلو حکم وکړ او دواړه د جمعې په مبارکه ورځ جنت ته داخل شو.
الله(ج) ادم(ع) ته وویل چي ته له خپلې مېرمنې سره په دغه جنت کې واوسه او له هره ځایه چې ستا زړه وي ښه خوراک او څښاک وکړه مګر له دغه ونې څخه لرې اوسه نږدې مه ورځه که نه نو تاواني به شې او دغه ابلیس ستا او ستا د مېرمنې ښکاره دښمن دى له دغه سره بیداره اوسه، داسې نه چې تاسو له جنت څخه وباسي او دلته جنت کي به تاسو په ډېر ارام او سکون سره به ژوند وکړي. ادم(ع) او هوا انا په ډېر ارام سره په جنت کي اوسېدل مګر ابلیس د دوى تر شا لګیا وو او د مار په خوله کې جنت ته داخل شو او ادم(ع) ته يې وویل چي ای ادمه! ايا زه تاته داسې ونه دروښيم د کومې مېوې په خوړلو سره به ته داسې سلطنت پیدا کړې کوم چي هېڅکله به ذوال پیدا نه کړي او یوه ورځ يې ادم(ع) ته وویل چي ستا رب چې ته له کومې ونې له مېوې څخه منع کړی يې بس له دغه امله چي ستا څخه یوه ورځ ملایکه جوړه نشي او تل پاتى ژوند پیدا نه کړې او بیا يي په قسم خوړلو سره وویل چي زه ستاسو ملګری یم.
الله(ج) چي کوم عهد له ادم(ع) څخه اخیستی وو ادم(ع) هغه هېر کړ او ابلیس اخر ادم(ع) خطا ایسته. د ادم(ع) مېرمن هوا انا لومړی د ونې څخه مېوه وخوړه او بیا يې ادم(ع) ته د خوړلو لپاره وویل او وروسته هغه خوړلو ته چمتو شو او مېوه يې وخوړله. دې څخه وروسته د دواړو لباسونه له تنه لرې شول او دواړو د جنت په بلګونو ځانونه پټ کړل. الله(ج) دوى ته وفرمایل چې ما تاسو له دغه ونې څخه نه وٸ ومنع کړي؟ او ایا ما تاسو ته نه وو ویلي چې شیطان ستاسو ښکاره دښمن دى له ده سره بیداره اوسٸ او بیا الله(ج) دوي ته وفرمایل چي له دغه جنت څخه تاسو ووځٸ او لاندې لاړ شٸ اوس به تاسو یو څه وخت لپاره په ځمکه کي اوسٸ او له هغه څخه به ګټه اخلٸ. او بیا الله(ج) دوى د جمعې په ورځ ځمکې ته د ښکته کېدلو حکم وکړ او په همدغه ورځ ادم(ع) او هوا انا ځمکې ته راغلل.
د انسان د پیدایښت په مطابق په هر دور کې مختلف نظریات رامنځته شول کله انسان د بیزو له نسل څخه وګڼل شو کله د ماهي له نسل څخه، مګر حقیقت خو جلا دې او نن ساینس هم د هغو خبرو په منلو مجبوره دى کوم چې الله(ج) موږ ته په قرانکریم کې ښودلي.
د دې ټولو خبرو څخه دا معلومه ده چي نړۍ زموږ اصلي او دايمي کور نه دى او نه هم موږ د دغه ځمکې اصلي اوسیدونکي یو. دا زه نه وایم بلکه دا قرآن او احادیث راته وايي.
په قرانکریم کې الله(ج) فرمایلي: ای انسانانو د دغه نړۍ ژوند ستاسو لپاره د امتحان ځای دى له کوم ځای څخه چي ستاسو د اعمالو په مطابق سزا او مکافات درکول کېږي.
حضرت محمد(ص) فرمایلي: دنیا د مومن لپاره زندان ده او د کافر لپاره جنت.
صحیح المسلم