څنګه له رژیم پرته وزن کم کړو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عایشه حیدري

د برېټانیا ډاکټرانو او د خوړو پوهانو د وزن کمولو لپاره ۱۱ لارې چارې چې د خوړو رژیم ته په کې اړتیا نه شته وړاندیز کړې دي.

د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د روغتیا د ملي خدمتونو ادارې خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد د خوړو کارپېژندونکو د بریټانیا د خلکو ته ۱۱ داسې لارې چارې ښودلي دي چې هغوی له دغو تګلارو څخه په ګټې اخيستنې کولای شي د خوړو له رژیم او له لوږې څخه پرته خپل وزن کم کړئ.

لومړی: ځينې ورځني فعاليتونه له سپورټي حرکاتو سره ترسره کړئ، د بېلګې په توګه د مسواک د کارولو پر مهال د کښیناستو، پورته کېدو حرکت ترسره کړئ. تاسو کولای شئ چې د مسواک د کارولو پر مهال څو ځلې کښېنئ او پاڅېږئ.

همدارنګه کولای شئ د ټلويزيون د لیدلو پر مهال راښکونکي فعالیتونه ترسره کړئ. دا حرکتونه به له تاسو سره مرسته وکړي چې د خوړو له رژیم څخه پرته خپل وزن له لاسه ورکړئ.

دویم: د ماسپښين پر مهال قهوه مه څښئ، تر څو د شپې له خوا ارامه خوب ولرئ.

درېیم: د جوسونو او قند‌ لرونکو څښاکونو د څښلو پر ځای اوبه، شیدې او چای وڅښئ.

څلورم: هره ورځ سهار وختي لس دقیقې مزل وکړئ.

پینځم: د خوړو په اصلي او ټاکل شويو وختونو کې په پوره توګه خواړه وخورئ، تر څو وروسته بیا وږي نه شئ او د خوړو خوړلو ته اړ نه شئ.

شپږم: که د خوږو له خوړلو سره مینه لرئ، نو د خوږو پر ځای د شیدو له چاکلېټ، سپین چاکلېټ او یا تریخ چاکلېټ څخه ګټه واخلئ.

۷_ هره اونۍ په خپلو خوړو کې له متفاوتو او نوو سبزيو څخه ګټه واخلئ.

۸_ د سودا اخیستلو پر مهال، خپل د اړتیا وړ مواد په یوه لېست کې درسره وليکئ، تر څو د سودا اخیستلو پر مهال هغه څه مو چې نه خوښېږي وانخلئ.

۹_ په اونۍ کې دوه ځلې له خپل یوه ملګري سره چکر ته ولاړ شئ.

۱۰_ هڅه وکړئ چې د خوړو له خوړلو پرته ښه حس ولرئ، د بېلګې په توګه کولای شئ د خوړو د خوړلو پرځای ځایه معماګانې حل کړئ او یا له خپلو ملګرو سره خبرې اترې وکړئ.

۱۱_ خپل ځان د هغو خوړو له خوړلو څخه چې تاسو ورسره مینه لري، مه محروموئ، خو هڅه وکړئ چې دا خواړه ورور ورو او په مینې وخورئ، تر څو ستاسو د وزن د زیاتېدو لامل نه شي‌.