راځئ چې ټولنيز شو،خو څنګه؟!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صدیقه پوپلزۍ
که فکر کوئ چې ټولنیز نه یاست او یا هم کوم خاص مهارتونه نه لرئ او غواړئ چې په ټولنه کې خبرې وکړئ خو نه شئ کولای، نو مه اندېښمن کېږئ، ځکه یوازې د دې ټکو په پلي کولو سره ځان سمولای شئ.
۱ـ د یو ټولنیز کس غوندې چلند وکړئ:
که حتا داسې احساس هم ونه لرئ، خو بیا هم ځان مه په شا کوئ، ځان سره پړېکړه وکړئ چې له نویو خلکو سره خبرې کوئ، که د خجالتۍ احساس کوئ بیا هم ورسره خبرې وکړئ، دا به د وخت په تېرېدو درته آسانېږي او ټولنیز مهارتونه به مو هم مخ پر وړاندې ځي.
۲ـ که اړتیا وي له کوچنيو کارونو یې پیل کړئ:
که یوې میلمستیا ته تګ درته سخت وي بیا هم لاړ شئ او هلته له هر چا سره خبرې وکړئ، یا هم رستورانت ته لاړ شئ او په پای کې له کارکوونکو مننه وکړئ، یا مارکیت ته لاړ شئ، چې په همدې لږو خبرو کولو سره مو ذهن ډېر پراخه کېږي.
۳ـ ډېرې پوښټنې وکړئ:
که غواړئ چې په یوه غونډه کې د ډېرو ګډونوالو پام در واوړي، نو ښه او واضح سوالونه وکړئ چې هم ګډون کوونکي وهڅول شي او هم مو پوښتنې ځواب شي، چُپ یا بیکاره مه کېنئ.
۴ـ نور وګړي وهڅوئ چې د خپلو ځانونو په هکله خبرې وکړي:
ډېری خلک له خپلې وبنا خوند خوند اخلي، نو له هغوی څخه د کورنۍ یا مسلک او همداسې نورو مسایلو په هکله پوښتنه وکړئ.
دا کار داسې ښکاره کوي چې تاسو د هغوی خبرو او ژوند لیک ته لېوالتیا لرئ.
د اړیکو ټینګولو لپاره اړینه ده چې پوه شئ چې څه ډول د روحي له نظره ژوره اړیکه نیولای شئ.
۵ـ کوچنۍ او لویې موخې درته وټاکئ:
دا هدفونه مو کېدای شي چې په ټولنه د نوي فعالیت پیل وي. موخې وټاکئ او کار پرې وکړئ، همدا موخې، د اړیکو په ټبنګولو کې، درته ګټورې دي.
۶ـ د ټولنیز کېدلو اړوند کتابونه ولولئ:
داسې ډېر کتابونه شته چې په ټولنیز کېدلو کې درسره مرسته کوي، او هماغه تمرینونه مو په یوه ټولنیز انسان بدلولی شي.
۷ـ د ښه چلند د درلودلو لپاره له ځان سره تمرین وکړئ:
که له هر چا سره ښه چلند ولرئ، نو هر څوک درسره لېوالتیا پیدا کوي، همدا کار ډېره ښه اغېزه لري.
۸ـ خپلې ژبې ته پام وکړئ:
یعنې کله چې چا سره خبرې کوئ، باید خپلو حرکاتو ته مو پام وي او د سترګو اړیکه مه هېروئ، ځکه د سترګو اړیکه ډېره اړینه ده او دا کار د دې سبب کېږي چې مخامخ لوری درباندې باوري شي.
۹ـ له ټولنیزو ډلو سره یو ځای شئ:
داسې ډلې شته چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په ټولنه کې له هر شي وېرېږي.
له دوی سره مرسته کوي چې څه باید وکړي او څنګه ټولنیز شي او هم په داسې ډلو کې نوي ملګري پیدا کوي چې درک یې کړای شي.