
ژباړه: بشر دروېش
ځينې شیان او له هغې ډلې د ریسټورانټ ته تلو اخلاق ممکن زموږ خلکو ته یوه بې ځایه موضوع ښکاره شي، خو واقعیت داسې نه دی.
ریسټورانټ ته یوازې د ډوډۍ خوړلو یا مجلس د یوه ځای په سترګه مه ګورئ، البته چې دا به د همدې کارونو ځای وي، خو که یې اخلاق ونه پېژنئ او عملي نه کړئ، ستاسې شخصیت او اخلاق به ورسره کم راشي، یا به ډېر وروسته پاتې ښکاره شئ.
دلته هغه ټکي ولولئ، چې د ریسټورانټ د اخلاقو په نامه یادیږي:
– که په ډله ییز ډول ریسټورانټ ته لاړئ او مشرانې ښځې هم درسره وي، مشرانو ښځو ته د مخکې تلو او ځای ټاکلو وخت ورکړئ. هغوی ښه ځای ټاکي او دا واک لرل یې ستاسې احترام او اخلاق هم ځلوي.
ـ په ریسټورانټ کې له ناستې سره سم د خوراک څښاک مینو ته لاس مه وروړئ، لږه ساه واخلئ، دمه شئ، بیا د خپلې خوښې شیان په نښه او په داسې وخت کې مینو بیرته کیږدئ، چې د ریسټورانټ د ګارسون درته پام وي او زر ځان در ورسوي.
ـ د ډوډۍ قاب مو چپ او د څښاک شیان مو ښي لاس ته کیږدئ، دا یو عام نړیوال معیار دی.
ـ مخکې له دې چې خپل ګیلاس له اوبو یا نوشابې څخه ډک کړئ، د بل کوم څنګ ناستي کس ګیلاس مو ډک کړئ.
ـ د ریسټورانټ له خدمتګار سره محترمانه خبرې وکړئ. که مو لهجه آمرانه وي، طبیعي ده چې هغه هم پخپل چال چلند کې د بې احترامۍ یو کار کوي، بیا به درته ډېره بده وي.
ـ که تشناب ته ځئ، ښه نه ده چې دوستانو ته مو د تشناب نوم واخلئ. ووایئ چې بیرته راګرځم. که بل چا درته داسې وویل چې بیرته راګرځم، ښه نه ده چې تحقیق وکړئ او د تشناب نوم اخیستو ته یې اړباسئ.
ـ د ډوډۍ خوړلو پیل معمولاً یو مشر او د ډېر احترام وړ کس ته پرېږدئ. یا دې ته وګورئ چې دا کار مو خاص مېلمه وکړي.
ـ د خپلو دوستانو د ذوق استازیتوب مه کوئ، دوی وپوښتئ چې څه ـ څه خوري، څښي؟ که موپخپله خوښه هرڅه وغوښتل او نورو ته مو د خبرو او نظر وخت ورنه کړ، نامناسبه کار به مو کړی وي.
ـ معمولاً هڅه وکړئ، چې ریسټورانټ ته د تلو وخت په پام کې ولرئ، ناوخته رسیدل مو هم تاسې وعده خلافه ښيي او هم د نورو د وخت ضایع کیدو سبب کیږي.
ـ د هغو ریسټورانټونو کارکوونکو او مسولینو سره دوستانه اړیکې وساتئ، چې ډېر ورته ورځئ. دا اړیکې ستاسې د زیات احترام او ښه خدمت زمینه سازي کولای شي.
ـ د ریسټورانټ د مصرف په ورکولو کې نه ځان ډېر حاتم طایي او نه ډېر خسیس وښیئ. هغه دوستان چې اقتصاد یې ښه نه دی او یا یې تاسې نه دندې او امکانات کم دي، ډېرمصرف ته مه پرېږدئ.
ـ که ډېر ازاد بنډار غواړئ وکړئ، عامو ریسټورانټونو ته مه ځئ، ستاسې بنډار په عام محضر کې ستاسې د بې نزاکتۍ او نورو د مزاحمت سبب کیږي. د دې کار لپاره ښه ده چې د هوټلونو په خاصو ځایونو کې کېنئ.
ـ د ریسټورانټونو اصول په نظرکې نیسئ. هر ریسټورانټ د غذا تیارولو، لګښت او نورو شیانو لپاره خپل خاص اصول لري. که دا اصول مو مراعت نه کړل، کیدای شي د دوستانو په مخکې درسره بد چلند وشي، چې دا به ډېربد وي.