د ښې کورنۍ د لرلو لپاره ځینې مهم ټکي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ 

ځینې هغه ټکي چې که پام ورته وکړو، نو یوه غوره کورنۍ به ولرو:
۱ – خپله کورنۍ باید په سمه توګه درک کړو. که دا کار ونه کړو، نو زموږ په منځ کې جنجال پیدا کېږي، زیاتره کورنۍ نه شي کولای چې خپلې کورنۍ ته په سمه توګه ورسېږي، نو پر دې اساس باید په خپل ژوند کې منظمه برنامه جوره کړو، چې هر کار پر خپل وخت ترسره کړو.
۲ – خپلې کورنۍ ته باید درناوۍ وکړو. په یوې کورنۍ کې هر څوک حق لري، چې خبرې وکړي او خپل نظر وړاندې کړي، نو باید ټول د یو بل خبرو ته غوږ ونیسو او په هر کار کې باید یو له بل سره مشوره وکړو.
۳ – خپل وخت باید یو له بل سره تېر کړو. کېدای شي موږ د ډېر مصروفیت له کبله خپلې ټولې کورنۍ ته وخت ونه لرو او یا هم له فکره مو ووځي، خو باید دوی ته هم ځانګړی وخت وټاکو او له دوی سره هم وخت تېر کړو. دا کار د دې سبب کېږي چې موږ خپله کورنۍ په سمه توګه درک کړو.
۴ – په یوې کورنۍ کې د کور هر غړی یو ډول دي، نو ځکه موږ خپل خور، مور، ښځه، خاوند او داسې نورو ته باید په یوه سترګه وګورو. د کور هر کس مینې ته اړتیا لري، که موږ ټولو ته په یو نظر وګورو، نو په ژوند کې به مو ستونزه نه پیدا کېږي.
۵ – چیغي یا هم ژاړئ مه. که موږ وژاړو یا لوري چیغې ووهو، نو د کور نور وګړي راڅخه کرکه کوي او دا کار زموږ د جلاوالي سبب کېږي. د چیغې پر ځای په ارامه هم ستونزه حل کولای شو.
۶ – تل باید خپلې ستونزې ته یوه حل لاره پیدا کړو. په هرې کورنۍ کې حتماً ستونزې شته نو اړتیا نشته چې وارخطا شو، د وارخطا کېدو پر ځای ښه دی چې په ګډه یوه حللاره ورته پیدا کړو.
۷ – یو له بل سره مرسته وکړو. که زموږ د کور یو کس پلار، مور، خور یا ورور زموږ مرستې ته اړتیا ولري، نو باید مرسته ورسره وکړو.
۸ – ځینې وخت کولای شو خپله کورنۍ غافلګیره کړو، مثلاً کلیزه ونمانځو. دا کار زموږ اړیکې ښه کولای شي او د بریا لپاره هم ګټه لري.
۹ – داسې کلیمې باید ونه کاروو چې د کرکې سبب کېږي، ځکه دا کار اړیکې خرابوي، حتا لمنځه یې هم وړلای شي. نو پکار ده چې له دې کاره ډډه وکړو.
۱۰: کله چې وعده کوو، باید چې خپله وعده عملي کړو. که دا کار ونه کړو، نو خپل باور له لاسه ورکوو او دروغجن معلومېږو.