ژباړه: عطا محمد میاخېل
له نورو څخه تمه لرل د دې سبب ګرځي، چې تل مشخصې پایلې وغواړئ، له دې امله د نویو فرصتونو لپاره ډېر کم وخت پاتې کېږي. که تل له نورو څخه تمه ولرئ، نو طبیعي ده، چې په پرله پسې توګه له ناهیلۍ سره لاس و ګرېوان یاست، ځکه ډېر کم داسې پېښېږي، چې دا تمې مو پوره شي. موږ ټول پوهېږو، چې نه شو کولای د ژوند ټولې چارې کنټرول کړو او دا تمه ولرو، چې ټول زموږ له غوښتنې سره سم چلند وکړي.
په پام کې ولرئ، څه به پېښ شي، که زده کړئ، له نورو څخه تمه ونه لرئ او په ژوند کې به مو کوم مثبت او په زړه پورې بدلونونه رامنځته شي.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو ته ویاړ او اعتبار درکړي
ستاسو ارزښت او اعتبار ستاسو په دننه کې دی، نور انسانان خپل ژوند لري او په خپله ډېر مسؤولیتونه او اړتیاوې لري، ستاسو په څېر بوختیاوې لري، ستاسو شاوخوا خلک دنده نه لري، چې ستاسو ارزښت او اعتبار تائید کړي.
هغه څه چې وایي او هغه کار چې ترسره کوي یې، یوازې د خپلو نظریاتو انعکاس یې دی او نباید د هغوی او د خپلو غوښتنو ترمنځ تېروتنه وکړئ، تاسو هم په خپلو چلندونو او کړنو سره خپل ځان ته اعتبار ورکړئ او دې په تمه مه پاتې کېږئ، چې نور د خپلو غوښتنو پر بنسټ تاسو ته امتیاز او ارزښت درکړي.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو وهڅوي او ومو ستایي
ښایي تاسو وستایل شئ او یاهم ونه ستایل شئ، نه شئ کولای، چې خپل ځان د نورو له هڅونو سره وتړئ، که کوم ښه کار ترسره کړئ او د نورو له خوا ستایلو ته په تمه پاتې شئ، نو خپل ځان به له ناهیلۍ سره مخامخ کړئ، نو د نورو له خوا د خپل ځان د ستایلو او هڅولو لپاره کوم کار مه ترسره کوئ؛ بلکې یوازې د خپل زړه د غوښتنې پر بنسټ کار ترسره کړئ، ترڅو ښه احساس ولرئ او له ځور او کړاو سره مخ نه شئ.
کوم کار، چې ستاسو له غوښتنې او باور سره همغږی وي، نو تاسو به خوشاله او راضي کړي، حتا که یو کس هم تاسو ونه ستایي، په خپله د خپل ځان هڅونکی واوسئ، کله چې کوم ګام په سمه توګه پورته کوئ، نو له خپلې مخې څخه خنډونه لرې کوئ یا په نورو باندې مهرباني کوئ، خپل ځان په خپله وهڅوئ او وې ستایئ او دغه راز خپل ځان ته مکافات ورکړئ.
مهمه نه ده، چې نور څه څیزونه ویني او ورته پام کوي، هغه څه چې ډېر زیات ارزښت لري دا دی، چې تاسو د خپل ځان په اړه څه فکر کوئ، له خپل ځان سره هوکړه وکړئ، چې له خپل ځان سره مثبتې خبرې اترې ولرئ او له دې لارې خپل ځان ته اعتبار ورکړئ.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو ته انګېزه درکړي
هېڅوک نه شي کولای، چې ستاسو په څېر، تاسو ته انګېزه درکړي، د بېلګې په توګه، یو دوست مو کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، کله چې بې حوصلې او نا هیلي یاست له خپله ځایه پورته شئ او یو ځل بیا یې پیل کړئ، خو نه شي کولای، چې دې ته مو اړ کړي، چې له خپله ژونده خوند واخلئ، دا ستاسو مسؤولیت دی، چې موخه وټاکئ او هغې ته د رسېدو لپاره، له لوړو او ژورو څخه تېر شئ.
تمه مه لرئ، چې یو بل شخص تاسو ته د انګېزې درکولو لپاره خپل وخت او انرژي مصرف کړي، اړتیا نه شته، چې موخه مو ډېره ستره وي، خو هرڅه چې ده، باید تاسو ته پرمختګ در په برخه کړي او په ارزښتونو باندې مو یو ارزښت ور زیات کړي.
که کومه ستره موخه لرئ، نو هغه په کوچنیو او د لاسرسي وړ موخو باندې ووېشئ، په یوه ګوښه کې ناستی او د نورو له خوا د انګېزې د ترلاسه کولو لپاره په تمه پاتې کېدل، تاسو به د میدان بایلونکی کړي. داسې یوه انګېزه په پام کې ونیسئ، چې تاسو له لټۍ او سستۍ څخه بهر کړي او دې ته مو اړ کړي، چې د عمل میدان ته ور ودانګئ.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو درک کړي
هېڅوک اړ نه دی، چې خپل ځان ستاسو په ځای مېشت کړي، ستاسو شرایط درک کړي، یا ستاسو خبرو او د زړه خواله ته غوږ ونیسي. دا مه هېروئ، چې د دې ټولو انسانانو ترمنځ، چې د ځمکې پرمخ ژوند کوي، داسې دوه کسان به پیدا نه کړئ، چې ژوند ته په یوه نظر وګوري او یو شان باورونه ولري، نو تمه مه لرئ، چې نور په دې باندې پوه شي، چې ستاسو په ذهن او زړه کې څه تېرېږي.
دا سمه ده، چې موږ داسې کسان پېژنو، چې له موږ سره ډېر زیات فکري ورته والی لري او موږ درک کوي، خو دا پېښه نباید په تمې باندې بدله شي. دا ومنئ، چې طبیعي ده، کله وخت نه شو کولای، چې داسې کوم څوک پیدا کړو، چې موږ درک کړي او پوه شي. هڅه مه کوئ، چې خپل افکار او باورنه په نورو باندې ومنئ، اجازه ورکړئ، چې هغوی خپل ژوند او د فکر بڼه ولري.
تمه مه لرئ، چې نور ستاسو د خوش بینۍ سبب شي
یوازې تاسو یاست، چې کولای شئ، د خپل ژوند فرصتونه پیدا کړئ او په خپلو اړیکو کې د سمو او مثبتو انسان په لور جذب شئ. که دوست مو تل له خپلو نه لرونکو څیزونو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کوي او ستاسو حالت خرابوي، دا تاسو یاست، چې کولای شئ، وې ټاکئ، چې له هغه سره کمې اړیکې ولرئ.
نړۍ له داسې انسانانو څخه ډکه ده، چې تل شکایتونه کوي، دا تاسو یاست، چې باید تصمیم ونیسئ، له منفي کسانو سره ډېر وخت تېر کړئ او یا هم له خوشبینو کسانو سره. د فکر بڼه مو په خپل لاس کې ده او هېڅوک نه شي کولای، دې ته مو اړ کړي، چې ښېګڼې ووینئ یا بد ګړې.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو خوشاله او راضي کړي
که هڅه وکړئ، چې د داسې یو کس په لټه کې واوسئ، چې تاسو ته له ژوند څخه خوښي او رضایت در په برخه کړي، نو په دې باندې پوه شئ، چې هڅه مو بې ګټې ده، هېڅ تمه مه لرئ، چې یو بل کس دې ستاسو د خوښې په ټولو معیارونو باندې برابر وي او له ژونده ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب شي. دا تاسو یاست، چې له خپل ژوند څخه د خوښۍ او رضایت اسباب برابروئ.
دا چې بریالي شوئ، د نورو له تمې څخه لاس واخلئ، دې ته مو پام کېږي، چې په سمه توګه له نورو سره د اړیکې ټینګښت څومره آسانه او خوندور دی او یوه دوه اړخیزه اړیکه، چې د تمې پر بنسټ نه وي ولاړه، څنګه کولای شي، چې راضي مو کړي.
لومړی خپله ستونزه له خپل ځان سره مشخصه کړئ او وګورئ، چې کومې وړتیاوې، کومې بوختیاوې او کوم تخنیکونه، تاسو له خپل ژوند څخه راضي کوي، له دې وروسته، له نورو سره له کومې تمې پرته د اړیکې د ټینګښت په لټه کې شئ.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو ته خوند در په برخه کړي
نور په بشپړ موقتي او لنډ ډول کولای شي، ستاسو په خوښۍ او خوشالۍ کې رول ولري. هېڅوک نه شي کولای، چې تاسو دې ته اړ کړي، چې خوشاله واوسئ او وخاندئ، که په خپله دا ډول ونه غواړئ. خوند هغه څه دی، چې ستاسو له دننه څخه سر چینه اخلي، په ژوند کې واړه او غټ څیزونه شتون لري، یوازې باید خپلې سترګې پرانیزئ او په ښه توګه ووینئ.
که تل دې ته په تمه پاتې شئ، چې کوم څوک پیدا شي او تاسو ته خوند او خوشالي درکړي، نو ستړي او نا هیلي به شئ، ځکه هر انسان د خپلې خوشالۍ مسؤول دی. هغه کسان چې دې ته په تمه دي، چې نور یې د خوښۍ او خوشالۍ سبب شي، معمولاً سخت ګیر دي او د خوشاله کېدو لپاره، د لویو لاملونو په لټه کې دي او ځکه چې دوی په خپله دې سترو موخو ته په رسېدو کې ناکام دي، نو له همدې امله نورو ته په تمه دي.
تمه مه لرئ، چې نور تاسو ته د حل لاره در کړي
موږ ټول ستونزې لرو، نور کولای شي، چې له موږ سره مرسته وکړي، چې په آسانه توګه بالقوه د حل لارو ته ورسېږو، خو دا د نورو دنده نه ده، چې زموږ ستونزې حل کړي. که ستاسو د ژوند په دننه کې ستونزې شتون لري، نو تاسو پورې تړاو لري او پرته له تاسو هېڅوک باید د حل کولو په لټه کې یې ونه اوسي.
دا سمه ده، چې کله وخت له نورو څخه مرسته او نظر وغواړو، خو له خپل ځان سره رښتیني واوسئ؛ څو ځله له دې سره مخامخ شوي یاست، د حل هغه لاره، چې یو بل کس تاسو ته یې وړاندیز کړی دی، پرته له کومې خبرې مو عملي کړې ده؟ یوازې هغه کسان، چې خوښېږي یې کمزوري او قرباني ښکاره شي او د نورو پام ور واړوي او پرې رحم وشي، په دې تمه دي، چې نورو یې وژغوري.
هغه کس، چې نورمال او پیاوړی دی، په دې باندې پوهېږي، چې د ژغورنې لار یې له خپل ځان سره ده او نور یوازې د لارښوونې او مشورې په برید کې کولای شي، چې ورسره مرسته وکړي.
تمه مه لرئ، چې نور مو فکر ولولي
زموږ په شاوخوا کې داسې کسان شتون لري، چې زموږ په کوچنۍ اشارې سره، زموږ په حالت، وضعیت او هغه څه چې په خپل سر کې یې لرو، پوهېږي، خو ډېری هغه کسان، چې له هغوی سره، سرو کار لرو، واقعاً نه شي کولای، چې زموږ ذهن ولولي.
ښایي تاسو د نورو په نسبت ډېر حساس وئ او د هغوی د حالاتو او چلندونو له مخې، په کوم څه باندې پوه شئ، خو نباید دا تمه له نورو څخه ولرئ، اغېزمنه اړیکه، د درک کیلۍ او د واټنونو را کمول دي.
پرځای د دې، چې تمه ولرئ، نور پوه شي، چې څه احساس لرئ، په خپله خپل احساس په خوله راوړئ او خبرې وکړئ.
دا تمه مه لرئ، چې نور له تاسو سره هغه ډول چلند وکړي، لکه څنګه چې تاسو یې له هغوی سره کوئ
هرومرو به مو دا اورېدلي وي، چې وایي، له نورو سره هغه ډول چلند وکړئ، چې خوښېږي مو، له تاسو سره وشي. په ډاډ سره ویلی شم، چې تصور کوئ، ټول باید د همدې سپارښتنې پر بنسټ مخته لاړ شي، خو واقعاً دا ډول نه دی، ټول خلک په دې سپارښتنه باندې عمل نه کوي.
ډېری وخت باید دا حقیقت ومنئ، چې ډېری کسان له موږ سره ښه چلند نه لري او له موږ سره مناسبه اړیکه نه ټینګوي، په دې وخت کې غوره ده، چې تاسو خپل ځان د دې افرادو پرځای مېشت کړئ او د هغوی د لید له زاویې څخه پېښې ته وګورئ او د همغږۍ او درک په احساس سره غبرګون ښکاره کړئ.
دا د اندېښنې او ځور په وړاندې له خپل ځان څخه د ساتنې تر ټولو غوره لاره ده، چې له تاسو سره مرسته کوي، که کوم چا له تاسو سره بد چلند وکړ، ډېر کم خپه او اندېښمن شئ.
تمه مه لرئ، چې انسانان هماغه وي، چې څو کاله مخکې ول
پرته له شکه، د وخت په تېرېدو سره، په انسانانو کې بدلون رامنځته کېږي او تاسو خپله هم د هغوی یوه برخه یاست. دا بدلونونه ډېری وخت د ژوند په شرایطو او دغه راز په هغو تجربو پورې تړاو لري، چې تر شا یې پرېږدو.
ډېری کسان په ژوند کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي او هېڅوک نه شي کولای تر هغې پورې یې درک کړي، ترڅو چې د هغوی په ځای نه وي مېشت شوي، نو پر ځای د دې، چې په دې انسانانو باندې قضاوت وکړئ، درک یې کړئ او سخت ګیري مه کوئ. که واقعاً ورسره مینه لرئ او په هر ډول شرایطو کې خپل مینه له هغوی څخه قربانوئ، نو هغوی تر پوښتنې لاندې مه راولئ.
تمه مه لرئ، چې نورو تاسو ته درنښت وکړئ، په داسې حال کې، چې خپله خپل ځان ته درنښت نه کوئ
درنښت له خپل ځانه پیلېږي، نو که خوښېږي مو، چې نور تاسو ته درنښت وکړي، لومړی خپله باید خپل ځان ته درنښت وکړئ، د خپل ځان په اړه په درنښت سره خبرې وکړئ او خپل ځان مه رټئ، خپلې روغتیا او ظاهر ته ارزښت ورکړئ او دغه راز خپل وخت ته اهمیت ورکړئ، هر کله چې اړینه شوه (نه) ووایئ او هر کله چې مرسته مو کولای شوه، نو دریغ مه کوئ.
دا چلندونه او ډېر نور چلندونه، د درنښت او ارزښت ښکارندویي کوي، چې خپل ځان ته یې لرئ او له دې لارې معیارونه ټاکئ، چې نور به هم د همدې اصولو پر بنسټ له تاسو سره چلند وکړي.
په هر وړاندیز او حرکت کې، په منفي اړخونو پسې مه ګرځئ
که له منفي فیډبکونو سره ستر شوي یاست، نو تل دا تمه لرئ، چې نور په تاسو باندې قضاوت وکړي، که کوم څوک تاسو ته کوم وړاندیز وکړي، نو فکر کوئ، تر شا یې کومه موخه لري، په هر هغه کار باندې شک کوئ، کوم چې نور یې ترسره کوي او که کوم څوک تاسو ته مسکی شي، نو داسې تصور کوئ، چې درباندې ملنډې وهي، که تل منفي فیډبکونو ته په تمه واوسئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې هغه به په هرڅه او هرځای کې پیدا کړئ.
ښایي وخت یې را رسېدلی وي، چې له نورو څخه تمه کول پرېږدئ، ترڅو د خپل ژوند مسؤول شئ، د دې عادتونو په پرېښودو سره، نوی به دې ته متوجه شئ، چې څه تېروتنه لرئ، چې له منځه یې وړلی شئ او څه تېروتنه مو له خپل ځان، له خپل ژوند او نورو څخه درلوده، چې ستاسو په وړاندې یې خنډ جوړ کړی و. که له نورو څخه تمه ونه لرئ، نو هغوی به هماغه ډول ووینئ، لکه څنګه چې دي او ورسره مینه به ولرئ، خپل ژوند په خپلو لاسونو کې واخلئ او واقعاً ژوند وکړئ.