ژباړه: محمد عزيز پردېس
که وغواړئ ونه غواړئ د ژوندانه سخت شرايط په تاسو راتلونکي دي. ممکنه ده چې خپله دنده له لاسه ورکړئ، په سوداګرۍ کې ماته وخورئ يا هم له يوې ناورغۍ سره مخ شئ. دا سخت شرايط چې هرڅه وي، مهمه دا ده چې تاسو خپل هيله او اميد له لاسه ورنکړئ. بايد اميد ولرئ چې له دې شرايطو څخه ځان وکاږئ. که داسې نه وي، نو يوازې به خپل ځان ناهيلی او دلسرده کړئ. که تاسو داسې شرايطو ته خپل ځان تسليم کړئ، نو په فکر مو منفي اغېز کوي او اوضاع درته لاپسې ستونزمنوي.
تاسو بايد داسې شرايطو ته ځان تسليم نکړئ او پر وړاندې يې کلکه مبارزه وکړئ؛ ترڅو پر پښو ودرېږئ.
په دې ليکنې به تاسو ته د دې په اړه لارښوونې وشي چې څنګه کولی شئ پر ستونزمنو شرايطو برلاسی شئ.
باور ولرئ
بايد په دې باور ولرئ چې ستاسې د ژوندانه کنټرول د الله تعالی په لاس کې دی او ستاسې لپاره ښې برنامې لري. هرڅومره چې اوسنی وضعيت مو ستونزمن وي، بايد اعتماد او باور ولرئ چې هرڅه به منظم شي. د وخت په تېرېدو سره به تاسو خپله د دې شاهدان واوسئ چې ستونزې مو له مخې لري شوي.
شاوخوا ته مو بايد داسې کسان وي چې ستاسو ملاتړ وکړي
د ستونزمنو شرايطو سره مخامخېدل دومره اسانه خبره هم نه ده او انسان نشي کولی چې په يوازې ډول پر وړاندې يې مبارزه وکړي. تاسو د يوې مثبت فکره ډلې کسانو ته اړتيا لرئ چې ستاسو شاوخوا ته وي، ترڅو ستاسو ملاتړ وکړي. تاسو باید د ټولنې برخه واوسئ او د نورو په خوښيو او ستونزو کې ځان شريک وبولئ چې وشئ کولی يوه ډله ښه، هوښيار او پوه ملګري پيدا کړئ؛ ترڅو په هر حالت کې ستاسو ملاتړ وکړي.
د هيلې او اميد سره ځان عادت کړئ
کله چې د سختو شرايطو سره مخ کېږئ، په ياد ولرئ چې بايد اميد او هيله مو له لاسه ورنکړئ. ژوند په هيلې او اميد ودان دی. کله چې خپل اميد له لاسه ورکړئ، نو لوبه مو بايللې ده. خپله وروستۍ هڅه مو بايد دا وي چې اميد، باور او هيله مو لاسه ورنکړئ او هيله مند واوسئ.