څنګه کولی شو په خفگان اخته او نهيلو دوستانو سره مرسته وکړو؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

موږ ټوله ځیني وخت خفه او افسرده کیږو او اړتیا لرو چې هغه وخت موږ سره څوک وي ترڅو زموږ درد کم کړي، حتما تاسي ټولو ته داسي پېښ شوي چې ستاسي ملګري د یوې موضوع لپاره خفه وي او تاسو نه پوهېږئ چې څنګه یې خوشحاله کړئ، دې لیکنې کې ګورو چې څه وکړو ترڅو هغوی خپل هیله له لاسه ورنه کړي او بیرته خوشحاله شي.
۱:په لومړي مرحله کې د هغوی خبرو ته باید غوږ کېدو، ډېري کسان ددې په هکله فکر نه کوي چې تاسو به څه غبرګون ښکاره کړئ فقد دوی غواړي تاسو ته خپل زړه تش کړي نو تاسو هم باید هغوی ته فرصت برابر کړئ ترڅو تاسو سره ارامه وي حتا ستاسو په اوږو سر کېږدي او وژاړي، هیڅکله ددوی خبري مه پرې کوی کله چې ددوی خبري خلاصي شوې بیا تاسو خپل نظرونه ورته ووایاست، که تاسو ته دا موضوع اړینه هم نه وه خو تاسو باید په داسي ډول ددوی خبري واورئ ترڅو دوی دا فکر وکړي چې تاسو ته اهمیت لري.
۲: د هغوی څخه داسي پوښتني وکړئ چې د موضوع سره اړیکه ولري، د پوښتنو په وسیله مخامخ لوری مو په اسانه کولای شي ټوله موضوع تاسو سره شریکه کړي، او هم بحث ته مو دوام ورکولای شئ او هغه هم خوشحاله کیږي.
۳: په مناسب وخت کې خپل غبرګون ښکاره کوئ، که تاسو ویلو ته څه نه لری نو هغه پرېږدئ چې خپلي ټولي خبري وکړي، ستاسو خپلي تجربې هم مخامخ لوري سره مرسته کولای شي او هغه ته دا احساس پیدا کیږي چې تاسو یې درک کوی.
۴: په مناسب وخت کې دهغې ستونزي حل لاري په هکله ورسره خبري وکړو، کله چې ټوله کیسه مو واورېده په ستونزه یې پوه سولس نو که د حل لاره یې تاسو ته معلومه وه ورته ووایاست، او که نه وه معلومه نو دروغ مه ورته وایاست داسي چاته ورولئ چې سم لارښود ورته وکړي، خو ترڅو چې مخامخ لوری تاسو څخه د لارښود غوښتنه نه وي کړي تاسو دا کار مه کوی ځکه کېدای شي هغه څه چې تاسي ورته وایاست د هغې په تاوان وي.
۵: د هغوی سره باید مخامخ خبري وکړل شي، ځکه هغومره چې مخامخ خبري اغېزه کوي په ټیلفون کې یې نه شي کولای او نه هم سم مطلب اخستلای شئ.
۶: دوهمه مرحله کې باید خپله مینه ښکاره کړو، هغوی ته ډالۍ ورکړو. ځکه د ډالۍ په لیدلو د چا فکر بدلون کوي او د خوښی احساس کوي، هتمي نه ده چې ګران بیه ډالۍ ورکړو زموږ موخه یوازي خوشحاله کول دي نو باید داسي څه ورکړو چې خوشحاله شي.
۷: د هغوی په خوله خندا راولی، هغوی ته په خندا ووایاست چې څومره ورته اهمیت لري همدا یوه له مینې نه ډکه جمله هغه خوشحاله کوي، کولای شئ داسي خبري او ټوکي وکړئ ترڅو وخاندي.
۸: حیرانه یې کړئ، د کلیزي ورځ ناڅاپه ورته ولمانځئ یا هم که ډوډۍ یې خوښیږي کورته وغواړئ میلمستیا ورته وکړئ.
۹: هڅه وکړئ چې له ذهن څخه یې هغه موضوع ووځي، کله چې مو ټولي خبري وکړې او د ستونزي په هکله هم وغږېدلاست نو بیا ورته ووایاست خیر دا ستونزي خو شته ایا اوس غواړې خپل خاطرات درته ووایم ، بیا د هغه ځواب ته وګورئ که وغوښتل ښه کنې نو پرېږدئ چې هغه خپل ځان پیدا کړي.
۱۰: دریمه مرحله کې باید هڅه وکړو چې خوشحاله یې کړو، موږ ټوله ډېري وړتیاوي لرو نو باید ورڅخه ګټه واخلو، نو کولای شو ددوی خفګان وخت کې دوی یو پارک ته بوځو یا هم داسي ځای ته چې دوی د ارامتیا احساس کوي او په یو ډول نه یو ډول ددوی ساعت تېر شي او خوشحاله شي.
۱۱: باید مثبت فکر وکړو او خوشبینه اوسو ، په هر حالت کې باید دا پیاد ولرو چې د هري تیارې شاته رڼا شته نو دوی ته هم باید همدا فکر ورکړو چې دا خفګان تل نه وي، نو باید ناهیلي نه شو.
۱۲: موږ خپله باید خفه نه اوسو، که موږ خپله خفه اوسو نو څنګه کولای شو چې نورو ته ډاډ ورکړو، په دې حالت کې باید موږ استواره اوسو ترڅو دوی زموږ حالت ته وګوري او سم شي.
۱۳: پوه شئ چې ځیني وخت انسانان خفګان او غم ته اړتیا لري، هتمي نه دی چې موږ مخامخ لوري ته ووایو یا وغواړو چې ته باید همدا اوس سمه شې باید هغوی ته وخت ورکړو ترڅو یې هر څه هېر شي او یا هم خپله خپل ځانته د حل لاره پیدا کړي.