ژباړه: محمد عزيز پردېس
ايا تاسو هم د هغه ډلو کسانو څخه ياست چې اوږدمهاله موخې لرئ، خو د هغو د ترلاسه کولو لپاره يې فکر کوئ چې ډېر وخت ته اړتيا لرئ؟
موږ ټول انسانان خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره ژوند کوو. شپې د خپلو غوښتنو په تصور ويده کېږو او سهار د هغو د ترلاسه کولو لپاره له ځايه پاڅېږو.
داسې هېڅ يو انسان به ونه مومئ چې په زړه کې د څه هيله ونلري او د هغې د ترلاسه کولو لپاره دې هڅه ونکړي.
موخه او هيله په ژوند کې دومره ارزښت لري چې که انسان هغو ته د رسېدو لپاره منع کړل شي، ښايي نور ژوندی پاتې نشي. هېڅ وخت او هېڅکله به هم د بشر هيلې بشپړې او پوره نشي. زموږ ځيني ځيني داسې تصور کوي او وايي: که فلانۍ موخې ته ورسېږو، نو د ژوند څخه رضايت به مو دوچنده شي او نور به هېڅ کومه غوښتنه ونلرو. خو وروسته له ډېرې مودې دې پايلې ته رسېږي چې انسان يو نه قناعت کوونکی موجود دی او هېڅکله به يې هيلې او ارزوګانې پوره نشي.
د هيلې تعريف داسې بيانولی شو: هغه مبهمه غوښتنه چې، هغه ته د رسېدلو لپاره هېڅ ډول سم او جوړوونکی تفکر نه وي شوی.
د موخې په تعريف کې بيا داسې ويلی شو: يو ډول غوښتنه او واقعي هيله چې انسان ورته د رسېدول لپاره د اصولي برنامې په لرلو سره حرکت کوي او البته دې کې هېڅ کې شک نشته چې هر هدفمنمد انسان بايد هدف ته د رسېدو لپاره د مهم او ارزښت لرونکې څه يانې د تفکر ملاتړ له ځان سره ولري.
دا مسئله ښه د درک وړ ده چې موږ تل هڅه کوو چې د برنامې جوړونې او پلان جوړولو په پام کې نيولو سره خپلو هيلو ته ورسېږو.
په دې ليکنه کې غواړو تاسو هغه مسير ته راوبولو چې د موخې څخه هيلې ته په اړولو کې مو مخه ونيسي او په حقيقت کې هيله مو موخې ته واړوي. د دې کار لپاره بايد لومړی له خپل ځان څخه پوښتنه وکړو چې موږ د کومو مواردو په لرلو سره په ژوندانه کې د نېکمرغۍ احساس کوو؟ اصلا خوښي او نېکمرغي درته څه مانا لري؟
واقعيت دا دی چې افراد معمولا خپلې نېکمرغۍ نه پېژني او د نورو خوښي يې تل په ذهن کې مجسمه وي. ( پيرداني نوس )
نېکمرغي په دې کې ده چې شخص پوه شي چې څه غواړي او هغه څه چې هيله يې لري د زړه له تله يې وغواړي. ( کليسين ماريسو )
هغه کس چې د زړه له تله د خپلې موخې او هېلې په لور ګامونه اخلي، له يوه ځانګړي سکون او مزې څخه خوند اخلي. موږ بايد د نېکمرغه کېدو لپاره مناسب موقعيتونه رامنځ ته کړو، نه دا چې په تمه يې پاتې شو. په ياد ولرئ چې موږ ډېر وخت نه لرو او زموږ د ژوند واټن د سترګې د يو رپ په څېر دی. نو په همدې اساس پکار ده چې خپلې هيلې مو اهدافو يا موخو ته واړوو، ترڅو د ډېرې نېکمرغۍ احساس وکړو. د دې کار د عملي کولو لپاره لاندې لارښوونې تاسو ته وړاندې کوو:
۱- د دې لپاره چې په راحتۍ سره وشو کولی خپلې هيلې او موخې تشخيص کړو، نو پکار ده چې ۴ شپې او ورځې خپلې د زړه هغه غوښتنې چې موږ ته د نېکمرغۍ احساس راکوي؛ فکر پرې وکړو او لېست يې کړو.
۲- که د موخو په ټاکنه کې شکي وئ او دوه زړه توب مو درلود، نو هغه موخه ترې وټاکئ چې ستاسو ميل او لېوالتيا ورته ډېره وي او د رسېدو لپاره ورته ډېر وخت په مخکې ولرئ.
۳- د خپلې ټاکنې د لومړيتوب دلايل مو مثبت مسير ته راواړوئ. د بېلګې په توګه: که مالي استقلاليت مو پيدا کړ، نو ډېری غوښتنې به مو په اسانۍ سره حل شي او پر نفس د اعتماد کچه به مو لوړه شي.
۴- خپل دلايل مو د ارزښتونو څخه په ګټې اخېستنې سره تنظيم کړئ. ارزښتونه مو د موخو لپاره وکاروئ.
۵- د موخې لپاره د دلايلو برابرول، د هدف منطق پذيري ډېروي.
۶- اوس مو موخې او د هغو د ټاکلو دلايل نوشته کړئ او تر ۴۰ ورځو پورې يې وروسته له خوب څخه يو ځل ولولئ. وړانديز کوو چې هغه ليکل شوې موخې او دلايل د خوب خونې خونه په داسې يوځای کې ځوړند کړئ چې ستاسو د خوب بستر ته مخامخ وي.
۷- خپله موخه مو د يوې کيلې يا پسورډ په بڼه، په کاليزه ( تقويم ) کې هر ۱۵ ورځې يو ځلې ياداشت کړئ.
۸- د خپلې موخې لپاره تاريخ او زماني واټن مشخص کړئ.
۹- د موخې د ترلاسه کولو په موده کې، تاکيدي، مثبتې او انرژي لرونکې جملې ياداشت او هره ورځ يې تکرار کړئ.
۱۰- هر شپه مخکې له دې چې ويده شئ، د بدن عضلات مو سست ونيسئ او خپل ځان موخې ته د رسېدو د هڅو په حال کې او يا هم په هغه مهال کې ځان احساس کړئ چې خپلې موخې ته رسېدلي ياست. مه هېروئ چې هره موخه انځور او کلام ته اړتيا لري.