ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په ګډ ژوند کي رښتینواله او صداقت خورا مهم رکن دئ. په ګډ ژوند کي د صداقت دوه مهم دلایل عبارت دي له: اول، د مېړه او ماینې ترمنځ د تفاهم او توافق له پاره لاره مساعدوي او دوهم، مېړه او ماینې ته نېکمرغي او خوشحالي ور په برخه کوي. صداقت سبب کېږي کله چي مېړه يا ماینه د کومي مسئلې یا موضوع په اړه تفاهم نه لري په صادقانه ډول د هغې په مطرح کولو سره هغه حل او لېري کړي.
د صداقت دلایل:
- صداقت د هر انسان په ګډ ژوند کي اصلي رکن دئ.
صداقت د ګډ ژوند اساس او بنسټ دئ او که یوه کور يا اپارتمان آساس او بنسټ ټینګ او محکم نه وي، هره شېبه ئې د نړېدلو او چپه کېدلو احتمال سته.
- صداقت د مېړه او ماینې یو له بلي سره د جوړېدو او
برابرېدو سره مرسته کوي، ځکه چي دوئ ته یو له بلي څخه د درک سبب کېږي.
- صداقت زموږ ژوند ته د دوستۍ او محبت رنګ او
بوی ور بخښي.
- کله چي د نورو مرستي او کومک ته اړتیا لرو، همدا
صداقت دئ چي له نورو څخه د مرستي غوښتلو امکان مو زیاتوي. تاسي به حتماً د درواغجن شپون/چوپان کیسه اورېدلې وي. یاده کیسه د نارښتینولۍ او په بحراني حالت کي د حمایت نه کولو یوه بارزه نمونه ده.
- صداقت سبب کېږي چي د ژوند د ملګري رفتار مو
تر ډېره د تعل او تدبر له مخي وي. په حقیقت کي، صداقت سبب کېږي چي عاقلانه چلند ولرو. که په دغه پوه سو چي هره خبره یا کار چي کوو زما مېړه یا ماینه بې له ځان سره په ذهن کي ساتي، ډېر کم د دي احتمال سته چي غیر منطقي کړني او کارونه دي وکړو.
- صداقت له ځان سره دروني عوش لري. ذهن په
سکون او صلح کي آرامش ته رسېږي، حتی که د صادق اوسېدو له پاره بل هیڅ دلیل نه وي، بس دغه یوه فایده ئې هم کفایت او بسنه کوي چي ذهن مو آرامش ته رسېږي.
- ښه عادتونه سیرت او شخصیت جوړوونکي دي او له
- صداقت پرته هیڅ عادت دوندي نه دئ چي د انسان پر
آبرو او سیرت باندي اغېز وښندي. صداقت یو ستر انساني خصوصیت دئ.
- بې صداقتي اړیکي ځله شلوي خو صداقت اړیکي
رغوي. صداقت د سمنټو حکم لري چي اشخاص یو و بل ته سره جذبوي. د یوې ښې اړیکي ستر رکن اعتماد او اطمینان دئ. صداقت د ژوند په ټولو چارو کي د صدق وړ موضوع ده؛ دوستي، واده، کورنۍ، کسب او کار، زدکړه او مذهب او… صداقت، اعتماد او اطمینان داسي یوه فضاء رامنځ ته کوي چي په هغې کښي اړیکي ښه وده او رشد کولای سي.
- که د صداقت نه لرل تر ډېره په رواني موضوعاتو
کي ریښه لري، صداقت د ذهني او رواني روغتیا منع ده. کله چي صادق او رښتیني اوسو له ډېرو ذهني ناراحتیو لکه د ګناه احساس، اندېښنې او اضطراب او… څخه خلاصېږو.
د عدم صداقت دلایل
- ملاتړ کول
- ښه معلومېدل
- له درد سره اجتناب
- ذاتي یا موروثي درواغ ویل
د بې صداقتۍ عواقب او بدي پایلي
د ګډ ژوند له ملګري سره بې صداقتي خورا زیات عواقب لري، خو په ټولییز ډول هغوی پر دوو ګروپونو وېشو: الف: سبب کېږي چي د ژوندانه د مسائلو له پاره حللاري موندل ستونزمني او کله ناممکني سي. ب: دا چي افراد د غیر صادقانه برخورد په تشخیصولو کي دروني نفرت لري، د دغسي یوه برخورد څخه وروسته له ټولو مسائلو څخه غافله کېږي او ډېر وخت ئې فکر او ذکر د ژوند د ملګري بې صداقتۍ ته ور اوړي چي دا خپله یو لوی زیان دئ.