داسې مو د ژوند د ملګري/ملګرې په ځان باور زیات کړئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
ستاسي د ژوند د ملګري په ځان باور تر یوه بریده د هغه په اړه ستاسي په نظر و لیدلوري پوري اړه لري. تاسي کولای سي د ژوند ملګري ته مو داسي توانايي ورکړئ چي هغه وکولای سي له ډيرو ستونزمنو مسلو هم په آسانۍ سره ووځي. ځیني جوړې د عقدو، وېرو او پر ځانو د بې باورۍ له وجي هر وخت – په شعوري – یا لاشعوري – توګه خپل د ژوند ملګری/ملګرې ملامتوي. بلخوا، ځیني داسي جوړې هم سته چي ځانو ته ئې په یو لړ بې بنیاده تعریفونو سره کاذب په ځان باور ورکړی وي او په یوه بله طریقه د خپل ژوند د ملګري باورونه تخریبوي. پوه سئ چي ستاسي د ژوند د ملګري په ځان باور ماتول و تخریبول به ستاسي پر ګډ ژوند باندي منفي تاثیرات ولري. ټول انسانان یوه عاطفي ملاتړي ته اړتیا لري، تاسي کولای سئ چي د څو آسانو و ساده اقداماتو په ترسره کولو سره مو د ملګري یاده اړتیا او همدارنګه ستاسي خپله د میني و محبت اړتیا تامین کړئ. لاندي مو هغه حللاري را اخیستي دي چي کولای سي ستاسي د ژوند د ملګري په ځان باور زیات کړي:
د ژوند د ملګري په دماغ او زړه کي مو مثبتي کلمې وکاروئ
شونې ده ستاسي د ژوند ملګرې/ملګری فکر وکړي چي ښایسته نه دئ/نه ده یا دا چي نه سي کولای کله چي یوځای یاست تاسي له روحي او عاطفي اړخه خوشحاله کړي. تاسي په آسانۍ سره کولای سئ چي د خپل ملګري د ښکلا او ښایست په باب د خپل واقعي و دروني احساس په څرګندولو سره هغه ته په ځان باور ورکړئ. هغه/هغې ته ووایاست چي په څنګ کې څومره ښه وخت تېروئ. حتماً باید رښتیني او صادق اوسئ څو ستاسي تر خولې راوتلي مثبت الفاظ خپل واقعي اغېز ولري. د ژوند د ملګري د ارزښتونو تحسینول و توصیفول ددې سبب کېږي چي د هغه/هغې افکار ئې د خپل شخصیت پر قوي و مثبتو ټکیو متمرکز سي او له منفي احساساتو لېري اوسي.
د خوشحاله کولو په تلاش کې اوسئ
دا چي د ژوند ملګری/ملګرې مو پېژندلې ده، کولای سئ هره ورځ د یوه آسانه و ساده کار په ترسره کولو سره لکه د ښایستو جامو اغوستل، د هغه د خوښي وړ سهارنۍ ورته تیارول یا د اوونۍ رخصتۍ ستاسي د خوښي په ځای کي تېرول، هغه خوشحاله کړئ. کله چي د ژوند د ملګري د خوشحاله کولو په موخه کوم کار ترسره کوئ، هغه ستاسي نیت و قصد ته ګوري او د مهم اوسېدو احساس کوي. همدا احساس، ستاسي د کار خوند و لذت هم څو چنده ښيي.
د کورنۍ او دوستانو په حضور کي مو د ژوند ملګری/ملګرې وستایئ!
تاسي تر بل هرچا د خپل ملګري قوي ټکي پېژنئ. کله چي په یوه مجلس کي د خپل ژوندانه ملګري په اړه ږغېږئ، د هغه مثبتي ځانګړني وستایئ او له خپل ګډ ژونده مو رضایتمندي نورو ته بیان کړئ. په هیڅ ډول په یوه مجلس یا د دوستانو په حضور کي خپل د ژوند ملګری/ملګرې مه توهینوئ و تحقیروئ. که ستاسي په ژوند کي کوم منفي ټکی وي چي غواړئ د هغه په باره کي له چا سره مشوره وکړئ، حتمن باید ستاسي مجلس خصوصي او دوه نفریز وي. په عام محضر یا یو عام مجلس کي د خپل خصوصي ژوند مشکلات بیانول هیڅکله مناسب نه دي او ستاسي د ستونزو له حل سره به هیڅکله مرسته ونه سي کړای.
د ورځي یو خاص وخت مو فقط و فقط د ژوند ملګري ته ځانګړی کړئ!
ډېری خلګ له واده وړاندي داسي فکر کوي چي په راتلونکي کي به همېشه د خپل ژوند د ملګري په څنګ کي وي او خوښېږي ئې چي شپه و ورځ د هغه/هغې په څنګ کي په خورا مینه و شوق خپل ژوند تېر کړي. خو کله چي ګډ ژوند پیلېږي، د ورځي زیاته برخه ئې په خپلو فردي کارونو کي تېرېږي. که غواړئ چي ستاسي فردي چارو ته رسېدګي مو د ژوند له ملګري لېري نه کړي، باید په ورځ کي یو خاص وخت مو یوازي د خپل ژوند د ملګري سره تېرولو ته ځانګړی کړئ. تلوېزیون مو خاموش کړئ، اخبار، مجله و انټرنیټ مو هاخوا کړئ او یوازي د خپل ګډ ژوند د شریک سره واوسئ. باید د جسم سربېره، فکراً هم ستاسي پاملرنه د هغه/هغې خوا ته وي. ستاسي ددې حضور هر ګړی ستاسي د ژوند ملګري ته یو فوق العاده احساس ورکوي او دا ددې سبب کېږي چي د ژوند ملګری/ملګرې مو پوه سي چي تاسي د هغه/هغې په څنګ کي د هغه/هغې د ژوند قدر کوونکي یاست. دا کار ستاسي د ژوند ملګري په ځان باور زیاتوي.
د بحث د موضوع پر ځای د هغه احساس ته توجه وکړئ!
د ژوند لوړي ژوري پر مېړه و ماینې یو ډول اثر نه کوي. شونې ده چي یوه موضوع به ستاسي له نظره کاملاً بې ارزښته و بې اهمیته وي، خو همدا مسله به ستاسي د ژوند د ملګري ټول فکر و سوچ مشغوله کړي. دا مسله په ټوله نړۍ کي د ( د نارینه وو و ښځینه وو تفاوتونه) په دلیل کاملاً طبیعي ده. شاید دا به ناشونې وي چي همېشه د خپل ژوندانه ملګري پر ځای ځان احساس کړئ او کټ مټ به د هغه/هغې په رقم فکر کوئ. ددې کار پر ځای، ومنئ چي د ژوند د ملګري ستونزي او ربړي په هیڅ بڼه بې اهمیته و بې ارزښته نه دي. لازمه نه ده چي د هغه نظر و تفکر نقد کړئ، یوازي لږ د هغه/هغې سره همدلي و خواخوږي وکړئ.
د خپل ملګري ستونزمني لحظې مو درک کړئ!
په سختو او ستونزمنو لحظو کي د خپل ملګري حامی و ملاتړي اوسئ. له هغه وپوښتئ چي تاسي ورسره څه مرسته کولای سئ. شونې ده د ژوند ملګری مو د ور پېښ مشکل د حل له پاره یوڅه تنهايۍ ته اړتیا ولري او وغواړي چي یوڅه وخت ئې یوازي و تنها پرېږدئ. په دې وخت کي پر هغه فشار مه راوړئ او هغه ته ووایاست چي هر وخت ئې زړه وغوښتل کولای سي ستاسي سره خبري وکړي. کله چي په بحراني حالت کي ستاسي ملګری ستاسي حمایت وویني، د ستونزي حلولو و رفع کولو ته ئې هیلي زیاتېږي او کله چي ستاسي په ملاتړ و کومک خپله ستونزه حلوي، پر ځان زیات باور ترلاسه کوي او په راتلونکو مسلو کي هم پر تاسو باندي ځانګړی حساب کوي.
وروستۍ خبري
کله چي ستاسي و ستاسي د ژوند ملګري په ځان باور زیات وي، نور نو ستونزي و مشکلات نه سي کولای چي ستاسي ژوند تریخ کړي. نو همېشه د خپل په ځان باور زیاتولو په لټه کيا وسئ. هرکله چي کومه ستونزه وي درته، یو د بل په همکارۍ و ملاتړ سره هغه مسله حل کړئ. له ژونده رضایتمندي د مشکلاتو و ربړو په نشتون کي نه ده، بلخوا د سته مسلې د حل په توانايي کي ده. نو همېشه د یادي ځانګړني په ترلاسه کولو کي وهڅېږئ.