ژباړه: مریم محمدي
د کورنۍ بنسټ ایښودنکي یعنې ښځه او خاوند په خپل منځ کې له یو بل سره د ژوند په ځینو مسایلو کله نا کله شخړې کوي، چې له دې سره یې ژوند بې خونده کېږي. تاسو کولای شي د خپل مینځي شخړو مخنیوي لپاره دا عادتونه خپل کړئ:
شک مه کوئ
شک د شخړ تر څنګ د ګډ ژوند د بربادۍ اصل لامل دی، له واده وروسته ښځه او خاوند دواړه يو بل ته د شک په نظر ګوري.
په ګډ ژند کې له پخوا زمانې د شک موضوع وه، خو په اوس وخت کې د پلټنې لارې څه اسانه شوي دي، ښځه د خاوند ټولې ټليفوني اړیکې څاري، پخواني عکسونه او اسناد ېې ګوري، له نورو څخه د خپل خاوند په اړه پوښتنې کوي، همدا رنګه خاوند هم د خپلې میرمنې کړو وړو ته متوجې وي.
دا عادت له ځانه لرې کړئ، په یو بل بارو لرل ریښتینولي ته لاره هواره وي، تیر په هیر د نوي خوشاله ژوند لپاره یو بل ته د عتماد ډاډ ورکړئ.
مینه مه هیروئ
کله چې د ښځې او خاوند په مینځ کې د مینې ځای خالي پاتې شو، نو هلته هرومرو کرکه ځای نیسي، چې کرکه خپله شخړې زیږوي.
د خوشاله ژوند لپاره مینه په خوړو کې د مالګې په څیر وګڼئ، یو بل درک کړئ او رښتینې مینه وکړئ، که په مينه او خوښي ژوند وکړئ کور به مو يو داسې ځای وي چې هلته سکون او خوشالي وي.
وخت ورکړئ
له واده وروسته خاوند د ورځنیو بوختیاو له مله میرمنې ته یې درمره پام نه کوي، د خاوند دا عادت د کور ارامه فضا په شخړو بدلوي.
کله چې په کور کې یاست، خپلو کارونو او نورو مسایلو په اړه فکر مه کوئ؛ دغه راز له ټیلفون، ټابلیټ او کمپیوټر له کارولو ډډه وکړئ.
یوازې د یو بل خبرو ته غوږ ونیسئ او یو بل ته ارزښت ورکړئ، تر څو مو اړیکې پیاوړې شي.
خبرې وکړئ
د ارواپوهانو په اند خبرې اترې دي د بریالیو اړیکو کلي ده.
ښځې او خاوند ته په کار ده چې د ورځې په اوږدو کې له یو بل سره خبرې وکړئ.
په لومړیو وختونو کې هر ماښام یو بل ته دا هم ووایئ چې ورځ دې له ماسره څنګه تېره شوه، د هغه لاملونو په اړه خبرې وکړئ چې ستاسو د خوښۍ سبب شوي وي.
شوخي وکړئ
طبیعي شوخي او لوبې کول د ښځې او خاوند مینه ډېروي، د لوبو لپاره اړینه نه ده چې یو میدان ته لاړ شئ، په کور کې فټبال، ولیبال، کرکټ او داسې نورې لوبې کول ستاسو ورځ او ژوند ته خوښي ورکوي، خو فکر مو وي چې لوبې هغه وخت له خونده ډکې وي چې په کې شوخي وي.
شخصي مسایل شریک کړئ
په دې فکر مه کوئ چې د ځينو مسایلو شریکول به شخړې رامینځته کړي، تاسې اوس مېرمن او خاوند یاست، لکه څنګه چې تاسې دواړه مختلف کسان یاست؛ نو دا روښانه ده، ستاسو کارونه او ذوقونه به هم مختلف وي؛ نو د یو بل کارونو ته باید درناوی ولرئ.
له یو بل سره شخصي مسایل ځکه شریک کړئ، چې وخت مو په هغه څه تېر شي چې ستاسې خوښېږي.
ځان روږدي کړئ
په لومړیو وختونو کې د میرمنې او خاوند لپاره هر څه نوي وي، هڅه وکړئ چې له یو بل سره ځان روږدی کړئ او د یو بل په عادتونو او کړنو کې مو چې څه خوښېږي یا نه خوښېږي روښانه یو بل ته ووایئ.
د مقابل لوري په بدلولو کې زیاته هڅه مه کوئ، ځکه په دې کار سره ښايي چې ستاسې عادتونه هم بدل شي.