ژباړه: نسیمه محمدي
د سوپ د اړتیا وړ توکي:
۱: د چرګ یخني شوربا د اړتیا په اندازه
۲: هوږه ۱۰ دندانې
۳: کوچ ۲۵ ګرامه
۴: غوړي د سوپ خوړلو یوه قاشقه
۵: اوړه د سوپ خوړولو ۳ قاشقې
۶: سرکه یوه قاشقه
۷: د هګۍ ژېړ دوه دانې
۸: مالګه او مرچ د اړتیا وړ
د چمتو کولو کړنلاره
لومړی نیمه هوږه او پیاز رنده او پاتې واړه کړئ. کوچ او غوړي په یوه مناسب لوښي کې سره کړئ او وروسته په ترتیب واړه شوي پیاز، میده شوې هوږه او بیا تراش شوې هوږه یو ځای او تفت کړئ، چې نرم شي. د پیاز او هوږې د رنګ بدلېدو وروسته لږ لږ اوړه اضافه او دوه دقیقې تفت ورکړئ. بیا مالګه، سرکه، یخني شوربا او لږې اوبه ګډې کړې او پرېږدئ چې سوپ ۳۰ تر ۴۰ دقیقو پورې په ملایم اور جوش وخوري. د سوپ له چمتو کولو وروسته، د هګیو ژېړ جلا حل او سوپ ته یې اضافه کړئ تر څو یو لاس شي، اوس نو اور مړ کړئ چې سوب ونه ایشي. د هوږې سوپ چمتو دې په کاسه کې یې وباسئ. نوش جان مو.
مهم ټکي:
که مو خوښېږي سره شوې نعناع، د هوږې پوډر او د چرګ غوښه هم ريښې ريښې او سوپ ته اضافه کړئ.
د هوږې د دې کاسې سوپ ګټې دادي، چې کولای شي د زکام او انفلونزا ناروغیو نښې لکه توخي، زړه بدۍ، کمزورۍ، د پوزې بندښت او ……. نورو د درد دتسکین سره مرسته وکړي. هوږه د یو قوې انتي بیوتیک په څېر د باکتریا او مېکروبونو ضد عمل کوي.
نورو وېروس هغه ډول ویروس دی، چې په هضمي سیستم برید او ککړوي یې او د استفراغ، اسهال او نس درد سبب ګرځي. نورو ویروس په ډېرې آسانۍ د ناروغ له لاسونو او ککړو وسایلو سره د تماس له لارې خپرېږي.
هوږه د بدن د اړتیا وړ فوق العاده بډایه مواد لري لکه وېټامین بي ۱، بي ۲ او سي وېټامین.
سر بېره پردې هوږه د منګنیز، سلنیوم او فېبر لرونکې ده.
سرچینه: پارسینه