وېښتانو او پوستکي ته د هوږې ګټې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
مهمه نه ده، چې څومره په سینګار توکو باور لرو. له پخوا کورنۍ زموږ ساتوتکي دي. دلته وېښتانو او پوستکي ته د ښکلا د هوږې ګټې څېړو.
پخلنځی یوازې د خوړنیزو توکو د ساتلو ځای نه دی. هغه ځای چې پرېمانه درمل لري او زموږ روغتیايي او د ښکلا پورې تړلې ستونزې حلوي. له مستو بیا تر هوږې او زنجفیلو پورې، ټول توکي چې موږ یې په پخلنځي کې کاروو، ګټور دي.
دلته یوازې د هوږې په اړه ویل کېږي. هوږه یوازې زموږ خوړو ته خوند نه ورکوي، بلکې نورې ډېرې ګټې هم لري. هوږه درملنیز خاصیت لري، چې د ناروغۍ په درملنه کې مرسته کوي. هوږه د آلیسین، ګوګړ، مس او د کلسیمو لرونکی ده، چې د روغتیا، ښکلا او انتي بیوتیکي خاصیت تر څنګ، همدارنګه وېښتانو او پوستکي لپاره ګټه لري، دا چې څنګه وړاندې په مطلب کې یې ولولئ.
وېښتانو ته د هوږې ګټې
موږ تل د وېښتانو تويېدلو ته اندېښمن یو او ډېری شپې یې د درملنې په اړه سوچونه کوو. زیاتره کورني ماسکونه مو کارولي، خو هېڅ ګټه یې نه درلوده. اوس هوږه آزمایو، دا ماده د وېښتانو لپاره حیرانوونکې جادو کوي.
د پوستکي او هورمون‌پېژندنې هندي ژورنال د څېړنې مطابق، هوږه د آلیسین او ګوګړو د زیات شتون له امله د وېښتانو تويېدو ستونزه حل کړي. د هوږې نېښونه په سر ومښئ، هر څو دا نېښونه زیات وي، ګټه یې زیاته وي.
هوږه د سر له پخې هم مخنیوی کوي. د سر د پخې د درملنې په ټوله موده کې که د سر د پوستکي خارښت لپاره اندېښمن یئ، د سر د مساج لپاره د هوږې او غوړیو مخلوط برابر کړئ. د وېښتانو هر ډول غوړي د هوږې(رُب/ اوبه) سره ګډې او سر پوستکی پرې مساج  او څه وخت وروسته یې ووینځئ. د ښې پایلې ترلاسه کولو لپاره، ښه ده چې په متناوب ډول وکارول شي.
هوږه د وېښتانو د ودې سره مرسته کوي. په هوږه کې موجود آلیسین، د وینې جریان چټک او د وېښتانو ودې چټکتیا سره مرسته کوي. په خوړنیز رژیم کې یې په زیاتولو سره د هوږې جادو وګورئ.
هوږه د پوستکې لپاره
د وېښتانو ترڅنګ هوږه پوستکي ته هم ګټه لري او پوستکي ته ځلا او تازه‌ والی بښي. په هوږه کې شته فاسفر، روي، پتاشیم او مګنیزیم، دا ماده د جلدي ستونزو لرې کولو لپاره ښه بدیل جوړي.
هوږه د ځوانکو په درملنه کې مرسته کوي. د هوږې انتي اوکسېدان د باکتریاوو په لمنځه وړلو کې مرسته کوي. یوه دانه هوږه په ځوانکه ومښئ، آلیسین یې د ځوانکو جوړ التهاب او پړسوب کم او د وینې جریان چټکوي.
همدارنګه د هوږې اوبه د ذکام او تڼاکو په رغېدو کې ګټوره تمامېږي.
او، هوږه د UV له شدیدو وړانګو مخنیوی کوي او د زړښت ضد ده، نو د زړښت څخه د مخنیوي لپاره هوږه مفیده ده.