
ژباړه: نسيمه محمدي
لرغون پېژندونکو هغه پټنځاى چې زيات ګمان کېږي، د آلمان د نازيانو د مشر دى، کشف کړى.
د Express نشريې ټيم کنډي، د امريکا د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، د امريکا د اطلاعاتو د مرکزي سازمان غړي، دا موضوع اعلان کړې ده.
د هغوى په وينا، د هټلر پټنځاى د بونېس آرېس په ٦٠٠ ميله واټن کې پروت دى. د سيمې اوسېدونکو د دغه پټنځاى د کشف وروسته، د درې نامعلومو ودانيو په اړه افسانې وايې.
د کيندنو په ترڅ کې، لرغون پېژندونکو د هټلر يو انځور د بنېټو موسوليني، ايټاليايي ډېکټاټور سره د قدم وهلو په حال کې، پيدا کړى دى. همدارنګه د سرو زرو د سکو يو صندوق چې د ١٩٤٠م د دويم نړيوال جنګ په جريان کې جوړې شوې وې، موندلي دي. په دغه سيمه کې د يو ماشوم انځور چې د نازيانو لباس پر تن لري او د نازيانو يو بازو بند هم په لاس کې لري، پيدا کړى دى.