د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خلیل کرزي پرون له خپلې دندې استعفا وکړه.
ښاغلي کرزي پخپله استعفا پاڼه کې ویلي، چې د استعفا لوی دلیل یې د بهرني سیاست د بریالیتوب په برخه کې د حکومت د رهبرۍ ترمنځ ژور اختلافات او د ده د کاري زمینې محدودیت و.
د حکمت خلیل استعفا د خلکو او سیاسي فعالانو مختلف غبرګونونه پارولي.
د پلویانو دریځ
د حکمت خلیل پلویانو د هغه او کارونو ستاینه یې کړې. دوی نوموړی په دنده کې بریالی او موثر ګڼلی او د حکومت رهبري یې د ده د کاري زمینې په محدودولو محکومه کړې ده.
د حکمت خلیل پلویانو د هغه له راتلونکو سیاسي پروګرامونو سره د ملاتړ ډاډ هم ورکړی.
د منتقدینو دریځ
حکمت خلیل د استعفا له کبله د ځینو منتقدینو؛ په ځانګړي ډول د حکومت پلوو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.
منتقدینو او حتا د ارګ یوه مرستیال ویاند پرحکومت د مستعفي چارواکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دندو پر وخت یې د ترسره کړیو دندو له مسولیت منلو تښتي.
د ولسمشرۍ ټاکنې
د حکمت خلیل کرزي په اړه هم د باوري سرچینو مالومات دا دي، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ چمتووالی نیسي.
داسې ښکاري، چې دا وړاندوینه پوره ریښتیاوي؛ ځکه ښاغلی خلیل د لوی کندهار د یوې مقتدرې سیاسي کورنۍ د نېک نامه او مستعد غړي په توګه په سیاسي ډګر کې د لا ځلیدو نور چانسونه په مخکې لري.
دا مسایل سبب شوي، چې دی ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ تیاری ونیسي.
د استعفا دلایلو ته کتنه
حکمت خلیل کرزي پخپله استعفا پاڼه کې د استعفا یو لوی دلیل د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ په اړیکو کې د افغانستان د بهرني سیاست نه موازنه ګڼلې.
دا موضوع نه یوازې د حکمت خلیل کرزي په استعفا پاڼه کې راغلې؛ بلکې د سیاسي مجلسونو او بحثونو یو مهم سرټکی دی.
د ملي امنیت مخکیني سلاکار حنیف اتمر، چې ظاهرا هغه هم ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره خپله دنده پرېښوده، د نورو مسایلو ترڅنګ یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د موازنې په اړه د حکومت له رهبرۍ سره د نظر ژور اختلاف د استعفا یو لامل ګڼلی و.
د حکمت خلیل کرزي د استعفا اصلي دلیل که ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندي یا بل کوم شخصي او سیاسي غرض وي، وي به؛ خو واقعیت دا دی چې حکومت د خپلمنځیو ناندریو، د واک انحصار او تردغه چتر لاندې له سیمې او نړۍ سره د اړیکو په متوازن ساتلو کې پاتې راغلی.
د حکومت دا او نورې جدي ستونزې سبب شوي، چې مهم چارواکي یې د پریکړو د انحصار په دلیل یا پلمه په داسې حساس او د حکومت د پای ته رسیدو په ورځو کې یو بل پسې له حکومته وځي او د ټولو ملامتیو پړه پر هغو کوچنیو ډلو اچوي، کومې چې تل د واک او پریکړو په انحصار تورن دي.