- ژباړه: نسیمه محمدي
هر یو له موږ څخه په خپل ذهن کې، لنډمهاله او وږدمهاله اهداف لرو، چې زموږ د روحیاتو او شخصیت د پراخوالي وړ دي. مالي توفيق، په سخته آزموینه کې منل کېدل، د یو کتاب لوستل، د وزن کمول، د یوه اوږد سفر لپاره مقدمات برابرول او د سېګرټو پرېښودلو تعهد.
یوې موخې ته د رسېدو لار، ستونزمنه، سخته او له لوړو ژورو سره مله وي، چې جدي تعهد او دوامداره هڅې غوښتونکې ده، په دې صورت کې به منطقي وي هر یو له موږ څخه خپلې موخې ملګرو او د کورنۍ غړو ته علنې کړو، چې د هغوی له یادونې سره، انګېزه او لوظ لا پیاوړی شي او ترې په شا نشو.
موږ ټول په خفا (په پټه کې) د دې لپاره چې د نورو په نظر کې، بې زړه، وېروونکی یا بې ارادې وبرېښو، تښتو، نو د موخو او هیلو څرګندول به مولا ثابت قدمي کړي.
آيا داسې څه په رشتیا ښه کړنه ده؟
د Gallwitzser et al د څېړنو له مخې، د موخو ښکاره کول دقیقا مخالف اثر لري! په دې څېړنه کې، څلور آزموینې ترسره شوې او دغو ټولو آزموینو وښوده، چې د اهدافو شرېکول، د اشخاصو د ملګرتیا او تعهد پر ځای، د هغې د کمېدو سبب ګرځي.
خو ولې داسې کېږي؟
یوه احتمالي توضیع دا کېدای شي، چې د یوې موخې عمومي کول، په کاذب ډول دا احساس راکوي، چې د تر سره کېدو په لور مو یو ګام اخیستی.
د څلورمې آزموینې په اساس، د څېړنې هغو کډوالو چې خپلې موخې عمومي کړی وې، داسې تصور درلود، د هغوی په پرتله چې موخې یې پټې ساتلي، مخکښ دي.
داسې انګېرل کېږي کله چې خپلې موخې او هیلې د نورو سره شریکوو، په ناخود آګاه ډول په ذهن کې د هغه په اړه خیالونو کې ډوبېږو او همدا مسئله، د کاذب حس او ګمان د پرمختګ سبب کېږي. نو که په ذهن کې هدف او موخه لرئ، پټه یې کړئ، ځکه که په رښتیا هم یو څه ته د رسېدو سودا درسره وي، اړینه نده چې نور یې تاسې د هغې د تر سره کولو لپاره متعهد کړي.
- سرچینه: انتخاب