د هیروتیسم نښې او درملنه

رنګین تجريدي ډیزاین
  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

هیروتیسم هغه ناروغي ده چې په زیاتره مېرمنو او نجونو کې لیدل کېږي. هیروتیسم یانې پر ځان د وېښتانو ډېرښت. دا وېښتان باید په ښځو کې په طبیعي ډول هېڅ نه وي، مانا ښځې باید له وېښتانو څخه پاک پوستکی ولري، خو ډېری نجونې او ښځې پر پوستکي د وېښتانو له ډېرېدلو خورا ځورېږي، مثلاً د پاسنۍ شونډې په پورته ځای کې (برېتونه)، د ژامې پر پوستکي (ږیره)، پر سینه، ورنونو، لاسونو او پښو د وېښتانو راختل په نارینه‌وو کې طبیعي او عام دي، خو په مېرمنو کې هغه وخت راختلای شي چې هورموني ستونزې پیدا کړي او پر همدغو ځایونو یې نري او ډبل وېښتان راخېژي.
– د ښځینه او نارینه‌وو وېښتان څه توپیر لري؟
دا توپیر په اندروژنونو یا هماغه د نارینتوب په هورمون کې دی. اندروژنونه تر ځوانېدلو وروسته فعالیت پیلوي چې په نارینه‌وو کې ځینې ځانګړتیاوې رامنځته کوي او پر بنسټ یې دا دواړه جنسونه سره بېلوي.
په نارینه‌وو کې وېښتان پر هغو برخو راخېژي چې فولیکولونه یې د هورمون پر وړاندې حساس وي. په روغو ښځو کې اندروژنونه لږ وي او وېښتان نه پرې راخېژي.
– ولې ځینې مېرمنې دفعتاً ببرې (له وېښتانو ډکې) شي؟
هیروتیسم (ببروالی) یوه اړینه ناروغي ده چې باید تشخیص شي. دا وېښتان (برېت، ږیره، د لاسونو او پښو وېښتان) باید په ښځو کې نه وي. که ډېر وو، نو کېدای شي چې په هیروتیسم اخته وي.
– کوم کسان پر (هیروتیسم) اخته کېږي؟
تر ټولو عام لامل یې (پولي کیستیک) تخمدان (رحم) دی، یانې کله چې تخمدان یې پولي کیستیک شي پر هیروتیسم اخته وي. د رحم کیست د تخمې د جوړېدلو یا اېښودلو مخنیوی کوي او هورمونیز بدلونونه رامنځته کوي. په دې هورمونیزو ګډ وډیو کې د اندروژنونو کچه لوړېږي.
دا هم باید ووایو چې هیروتیسم کېدای شي په تخمدان کې د تومور د شتون یا د بډوډو په پورتنۍ غده کې د ستونزو له امله پیدا شي. ځینې وخت هسې هم مېرمنې ببرې وي، یانې که دا ټول معاینات وهم شي، پایله به یې منفي وي، ځکه په زیاتره نژادونو کې مېرمنې ببرې وي. له دغو نژادونو یو هم د افغانستان توکم دی چې زیاتره ښځې آن له ماشومتوبه ببرې وي.
– د وېښتانو راختل مو وویل، تویېدل یې د څه له کبله وي؟
د وېښتانو تویېدل ډېری وخت لومړی په سر کې لیدل کېږي، یانې د سر وېښتان لږ یا ډېر ځي او نارینه خو آن ګنجی هم شي. د سر د وېښتانو تویېدل هم ځینې لاملونه لري، لکه تبه لرونکې ناروغي، جراحي (عملیات)، خونریزي، د ماشوم سقطول او شوک لیدل هم وېښتان تویوي. دا ستونزه جبرانېږي او دایمي نه ده.
زیاتره مېرمنې د وېښتانو ایسته کولو په خاطر لیزر غوره ګڼي او فکر کوي چې خبره ختمه شوه، خو نه. لیزر بیا بیا تکرار غواړي او په یو ځل لیزر سره وېښتان له منځه نه ځي.
نوټ: هیروتیسم (ببروالی) په ښځو او نجونو کې لیدل کېږي، یانې که چېرې له توکمیز پلوه نجونې ببرې هم وي، خو که په هیروتیسم اخته شي دا وېښتان ډېرېږي، آن کېدای شي چې نجلۍ ورته وځورېږي. بل د (pco) په نامه ناروغي ده، ځکه چې زه د دې برخې متخصصه نه یم او پوه نه شوم چې هیروتیسم او (pco) بېل دي که یو شی.
خو هومره معلومات چې لرم او لیدلي مې دي د (pco) هیروتیسم ناروغۍ نښې سره ورته دي، نو فکر کوم دواړه یو شان دي. که کومه مېرمن په (pco) اخته شوې وي، لومړی یې د مخ، لاسونو او پښو وېښتان دومره پیاوړي او ډېرېږي چې پخپله ناروغ هم پر ځان شکمن کېږي چې هرومرو کومه ناروغي ورته پیدا شوې. د وېښتانو له ډېرېدلو سره یې بله نښه د میاشتنۍ ناروغۍ ورکېدل یا ګډ وډېدل دي، یانې هره هغه نجلۍ یا مېرمن چې میاشتنۍ مریضي یې ورکه شوه یا دوه – درې میاشتې مریضه نه شوه، ښځینه روغتیاپالې ته دې حتماً ورشي. درېیمه نښه یې پر مخ، او د ولیو ترمنځ د بخار او دانکیو پیدا کېدل دي. څلورمه نښه یې د مخ پر پوستکي تورې تورې داسې دانکۍ پیدا کېږي چې د ریګ بڼه لري او کله چې پر مخ لاس تېروي، زیګ او خراب وي. د سر وېښتان مخ پر تویېدو وي.
که چېرې دا ډول نښې مو د کور په مېرمنو کې وي، ژر تر ژره دې روغتیاپالې ته ورشي، ځکه درملنه یې د هغې په پرمختګ پورې اړه لري، یانې که په لومړنیو حالاتو کې وي درې تر شپږو میاشتو درمل باید وخوري او که اوږده موده پرې وتلې وي یو – دوه کاله درملنه غواړي. ځینې ښځینه ډاکټرانې دا هم وایي چې که چېرې ژر درملنه نشي د بې اولادۍ، سرطان او د مرګ ګواښ هم وي، خو دا ناروغي (pco) یوازې دوامداره درملنه غواړي.