هرات کې کرونا سره مبارزې لپاره نوي وړاندیزونه؛ د قرنطین موده یې وغځول شوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماسپښين په هرات ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د یاد ولایت مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، د چارو ادارې رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د ملي ثبات برنامو مسوولینوهم حضور درلود، په هرات ولایت کې له کرونا سره د مبارزې کمېټې راپور واورېدل شو.
د یاد راپور له اورېدو وروسته له کرونا سره د موثرې مبارزې په موخه د هرات ولایت د مسوولینو پر وړاندیزونو د غور ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د قرنطین موده دې وغځول شي.
د ویډیو کنفرانس ګډونوالو په هرات کې د یاد ولایت د مسوولینو له لوري د غذایي بانک نوښت وستایه او ټینګار یې وکړ چې د هیواد په نورو ولایتونو کې دې هم مسوولین ورته نوښتونو ته خلک وهڅوي.

د هرات ولایت له مسوولینو سره دا ویډیو خبرې پرون شوي – ارګ

افغانستان کې د کرونا تازه حال
تر اوسه په افغانستان کې ۷۸۴ تنه پر کرونا ویروس اخته شوي، ۲۵ تنه یې له امله مړه شوي او ۴۳ نور ترې رغیدلي دي.
تازه ۷۰ پيښې ثبت شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له ۷۰ مثبتو پېښو کابل کې تر ټولو ډیرې دي، چې په کابل کې ۳۱، هرات کې ۲۲ پيښې ثبت شوي.
یاد وزارت ویلي، له دې ډلې کندهار او غزني کې درې درې، میدان وردګ، کونړ، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې بیا دوه دوه پېښې او په فاریاب، روزګان او بغلان ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوي دي.
په دې کې بیا هرات ولایت تر ټولو مخکې او ډیرې پيښې په کې ثبت شوي، ورپسې د ډیرو پيښو لرونکی بیا پلازمینه کابل دی.
هرات د افغانستان هغه ولایت دی چې دې هیواد لپاره کرونا ناروغۍ مرکز بلل کیږي. هلته له ایرانه پر کرونا ککړو افغان کډوالو تر راتګ څه وخت وروسته حالت بیړنی او بلاخره د افغانستان ګڼو ولایتونو ته ترې ویروس خپور شو.