احدي: د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هواروو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: بشر درویش

د افغانستان د کرنې سرپرست وزیر وايي، د مسوولو بنسټونو په همغږی د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هواریږي.
انورالحق احدي دا خبرې د هرات صادروونکو او سوداګرو سره کتنه کې کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، هرات ولایت ته پر سفر تللی دی.
په دې لیدنه کې صادروونکو او سوداګر خپلې ستونزې د کرنې وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
یاد وزارت ویلي، د کرنیزو محصولاتو ساتنې په پار د سړوخونو کمۍ او د یادو محصولاتو د صادراتو په برخه کې خنډونه هغه ستونزې وې، چې د صادروونکو او سوداګرو له خوا پرې خبرې وشوې.

په دې لیدنه کې دکرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټرانوارالحق احدي د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت کې د خپلو همکاریو مخینې ته کتو وویل:

«اوس چې هغه د کرنې وزارت مشرتابه پرغاړه لري هلې ځلې کوي، چې له سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادروونکو سره ښه همکاري ولري.»

نوموړي د هرات سوداګرو سره په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې د وضعیت په ارزونې سره هلې ځلې کوي، ترڅو د سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو د صادروونکو ستونزې هوارې کړي.
د کرنې وزارت ویلي؛ د کرنې وزارت سرپرست هرات ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې څه باندې زر ممیزخونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شېدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبولګولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.