ليکنه: مدثر دعوت
د ذکورو د ليسې لوبډلي د افغانستان د فوټبال د اتلانو په ليګ کي تر ښه ځليدا وروسته د هلمند د پوهني رياست له لوري وستايل سوه.
د افغانستان د اتلانو ليګ چي د ۲۰۱۹ز کال د ډسمبر په ۲۸مه پايته ورسيد چي د هرات اټک انرژۍ لوبډلي لومړی او د هلمند ليسه ذکور لوبډلي دويم مقام ترلاسه کړ.
که څه هم د پوهني رياست اړوند ليسه ذکور لوبډله د مسولينو له لوري ډيره ونه ستايل سوه او د تشويق لپاره يې ځانګړي مراسم جوړ نسوه خو د هلمند د پوهني رياست خپله لوبډله مايوسه پرينښودله.
د هلمند د پوهني رئيس داود شاه صفاري د ليسه ذکور لوبډلي ټولو لوبغاړو ته مډالونه، لباسونه، توپونه او بوټونه په ډالۍ کي ورکړه.
صفاري د لوبغاړو لپاره د ستاينغونډي په مراسمو کي د ذکور د ليسې د ټولو لوبغاړو څخه مننه وکړه او د دوی سره يې د لا ډيرو همکاريو او ملاتړ ژمني وکړې.
صفاري وويل ورزش دی چي ځوانان نيږدې کوي، روغتيا تضمينوي او د يو هيواد نوم روښانوي.
د پوهني رئيس لوبغاړو ته په اشاره وويل د دويم مقام ګټل يوازي د پوهني رياست او هلمند ته نه، بلکي د ټول زون او هيواد لپاره وياړ دی.
هيره ده نه وي چي د هلمند د فوټبال تکړه لوبغاړي اميد احمدساحل د اتلانو د ليګ د غوره لوبغاړي جايزې ګټوونکی وو.