د هلمند د شفتالو او بينډيو حاصلات؛ ۱۶ نیم سوه مټریک ټنه شفتالو بازار ته چمتو شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راپور: بشر درویش
دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او اړونده ولسوالیو کې بزګرو پخپلو ځمکو کې د دودیزې کرنې پر ځای عصري کرکېلې ته مخه کړې ده، چې د بینډیو او نورو سبو حاصلات یې تازه بازار ته وړاندې شول.

د هلمند بینډۍ یا لیړوګان

هلمندي بزګران په خپلو بینډۍ، رومي بانجان، توربانجان او نور ډول ډول سابه کرلي، چې د هلمند په ګډون نورو ولایتونو ته هم صادریږي.

معیاري سبو ته لاسرسی

د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي:

«ددې ولایت په مرکز لشکرګاه، ناوې، نهرسراج، نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې په پراخه کچه سابه کرل شوي، چې په دې سره به هېوادوال معیاري سبو ته لاس رسی پیدا کړي او د بزګرو اقتصادي وضعیت په ورسره ښه شي.»

افغان کرنې وزارت ویلي؛ د هلمند د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي بزګرانو او ځمکوالو سره په بېلابېلو برخو کې له نږدې همکاري کوي ترڅو په کرنیزو پیداوارو کې زیاتوالی راشي او په ښه کیفیت سره تولیدات بازار ته وړاندې شي.

پر بینډیو کرل شوي پټي

د شفتالو حاصلات

یاد وزارت یوه بل خبر کې ویلي چې هلمند کې د شفتالو حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوه
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او د کمیت او کیفیت له پلوه یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند په ۱۰۳ هکټاره ځمکه کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې په في هکټار د ۱۶ ټنه حاصلاتو په اټکل سره ددې ولایت د شفتالو سږنۍ حاصلات به ۱۶۴۸ مټریک ټنه وي.

بازار ته چمتو شوي شفتالو

د هلمند یو کاریګر د شفتالو شکولو پرمهال – وزارت

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي:

«بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې ددې ولایت د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.»

یاد وزارت ویلي؛ د هلمند د کرنې اداره هلې ځلې کوي، چې د هلمند کورني محصولات پیاوړي کړي، بزګر په پښو ودروي او ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت کچه لوړ کړي.