راپور: صابر حمید
د هلمند يوې ناامنه ولسوالۍ ګرشک کي انجوني د ښوونځي زده کړي بشپړوي.
د دولسم ټولګي تازه فارغ سوي انجوني وایي د ناامنیو د سختو څپو لاندي ئې هېواد ته د خدمت په موخه زده کړي کړي دي.
دوی وایي د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو هوډ هم لري، خو په خبره ئې، چې تر ټولو ورته مهمه دا ده، چې د تاوتريخوالي د درولو لپاره د جګړې ښکېل لوري پر سوله او اوربند دايمي هوکړه وکړي.
فرشته، نجیبه، شهناز، او لیلا له دوولسم ټولګي څخه فارغه سوي زده کوونکي وايي:
«زیات جنګونه روان دي، ډېر ځوانان مو پکښي شهیدان سول، خو موږ خپل درس ته دوام ورکړ، سوله هغه څه ده، چي د هغې په راتګ سره د ټولني ناخوالي ورکیږي، موږ د دواړو خواوو څخه غواړو، چي نور دې ناخوالو ته د پاي تکي کښېږدي.»
د هلمند د پوهني رياست چارواکي هم وایي، چې د ناامنیو او شخړو له امله ګڼ ښوونځي دې ولایت کې تړلي دي.
د دغه ولایت د پوهني رئیس داوود شاه صفاري د کورنیو له مشرانو څخه غواړي، چې د پوهني په وړاندي د سته ستونزو د له منځه وړلو او د جګړې د درېدو لپاره ږغ پورته کړي.
داوو شاه صفاري وویل:
«د سولي په راوستلو کي میندي د نارینه وو ترڅنګ مسئولیت لري، هره ښځه باید په خپله کورنۍ کي اولادونو او دوستانو ته لارښونه وکړئ، چي د ناخوالو څخه لاس واخلي او تعلیم ته مخه کړي.»
د هلمند اوسېدونکي هم د نوي نسلونو لپاره پر زده کړو او د هېواد د پرمختګ لپاره پر اوربند او سولي ټنګار کوي.
په هلمند کي یو تن قومي مشر رحمت الله وايي:
«که سوله نه وي، همېشه به بدبختي وي، دواړه وروڼه دي، د هیچا وژنه مو نده خوښه، نو باید دواړه طرفونه سره کښېني.»
که څه هم طالبانو د افغان سياستوالو سره په قطر کې په خپل وروستۍ ناسته کې د عامه تاسيساتو، تعلیمي مرکزونو او لویو لارو د نه زيانمولو پرېکړه کړې، خو ددې ټولو سره ـ سره په سوېلي ولایتونو کي لا هم ګڼ ښوونځي، چي زيات ئې د انجوني دي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.