د هلمند انګور حاصل ته رسېدلي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبريال: مدثر دعوت
هلمند کې انګور پاخه سوي او ډېر ژر به بازار ته وړاندې سي.
هلمند د زراعت او مالدارۍ له پلوه يو مشهور ولايت دی چې د هيواد په کچه ساری نلري او هر کال د نورو مېوو تر څنګ د انګورو د باغونو څخه هم په زرګونه ټنه حاصلات د هيواد بيلابيلو ولایتونو ته لېږل کېږي.
د هلمند د کرنې رياست مسولين وايي هلمند ولايت کې سږکال نسبت نورو کلونو ته انګورو ډېر حاصلات ورکړي.
د کرنې رياست د راپور له مخې سږکال به په هلمند کې د انګورو د ۶۹۱۰ هکتاره باغونو څخه شاوخوا ۹۰۷۵۰ ميټريکه ټنه انګور په لاس راسي ،چې دا د باغوانانو او هيوادوالو لپاره ښه خبر دی.

د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسئول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل چې پلان لري د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي برنامو لخوا د انګورو د وچولو ۱۵۰ بابه عصري خوني په نادعلي ،نهرسراج،ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې جوړي کړي.
کابو دوې مياشتي وړاندې د افغان ولسمشر په لار ښوونې او د کرنې وزارت له لورې په هلمند کې درې کرنيزي پروژې پرانستل سوې چې د چارواکو په خبره د باغوانانو، ځمکوالو او بزګرانو په کاروبار او ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
دغه پروژې چې د انګورو د وچولو ۱۵۰ بابه عصري خوني، د پيازو ۵۰ بابه ذخيرې او د سابو وچولو ۳۰ دستګاوو څخه عبارت دې ، ۹۰٪ مالي ونډه يې دولت او ۱۰٪ ونډه يې باغوانان او ځمکه لرونکې ورکوي.
د مسولينو په باور د يادو پروژو په بشپړيدو سره به د هلمند د ځمکوالو لپاره د کرنيزو محصولاتو بازارموندنه ، ۱۸۴۰ کسانو ته په مستقيم او ۴۰۰۰ کسانو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره سي.