د "شهيد الياس داعي" په نامه د کريکټ ټورنمينټ پای ته ورسېد

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هلمند کې د شهيد الياس داعي په نامه جوړ شوی ټورنمينټ پای ته ورسېد.

دا ټورنمينټ چې ۵ لوبډلو پکې ګډون کړی وو پايلوبه يې د لښکرګاه ښاروالۍ او روحاني کريکټ کلبونو ترمنځ وه.

روحاني لوبډلې ددې ۲۵ اووريز ټورنمينټ پايلوبه وګټله او د اتلولۍ جام يې پورته کړ.

ګل آغا نويد چې په هلمند کې د کرکټ مسلکي لوبڅار دی ددې سياليو په لاره اچوونکی وو.

ګل اغا نويد وايي دا ټورنمينټ يې ځکه جوړ کړ چې د ازادۍ راديو د شهيد شوي خبريال الياس داعي نوم ژوندی وساتل شي او لوی هدف یې دا وو چې د هلمند کرکټ جوړېدونکی لوبغالی د الياس داعي په نامه ونومول شي.

د هغه په خبره الياس داعي ددې وطن او بيا د ازادۍ قرباني شو، د ورزش سره یې ځانګړې مينه درلودله او د ورزشکارانو ستونزي يې راسپړلې.

ګل اغا نويد وايي تر هغو چې د کرکټ لوبغالی د شهيد الياس داعي په نوم کېږي خپله مبارزه به ژوندۍ ساتي.

څو اونۍ وړاندې د جنوب غرب حوزې ځوانانو،خبريالانو او ورزشکارانو د کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې هلمند کې د کرکټ جوړېدونکی لوبغالی دې د شهيد الياس داعي په نامه ونومول شي خو د بورډ چارواکي تر اوسه چپ دي.

الياس داعي د تېر ۲۰۲۰ز کال د نومبر په ۱۲مه لښکرګاه کې د مقناطيسي ماين په واسطه ووژل شو.