هلمند کې د ټکر له کبله دوې بلک هاک هليکوپټري سوځېدلي

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د دوو الوتکو ټکر سره کړی او سوځېدلي دي.
د تېرې يکشنبې راهيسي د هلمند ولايت په بيلابيلو سيمو کې جګړه په شدت روانه ده.
د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه “باباجی” په مکمل ډول د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې،په دريمه او لسمه حوزه کې يې لاهم جګړه روانه ده.
که څه هم د نادعلي ولسوالۍ يوازې مرکز د افغان حکومت تر ولکې لاندې دی د تېرې ورځې راهيسې په ناوې ولسوالۍ کې هم جګړه پيل سوې چې ځينو ساحو کې د افغان حکومت په خبره تکتيتکي په شاتګ يې کړی.
تېره شپه دوو بلک هاک الوتکو چې ناوې ولسوالۍ ته يې د کمانډو سرتيرې لېږله او بيرته لښکرګاه ښار ته د تګ پرمهال چې د جګړې له امله ټپي سوي سرتېرې هم ورسره وه د چهل دو په سيمه کې سره لګېدلي دي چې د پيلوټانو په ګډون تر ۱۵ پورې کسان پکښې وژل سويدي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک ددې هليکوپټرو د ټکر پيښه تائيدوي، خو وايي چې وروسته به د رسنيو سره مالومات شريک کړي.