د هېل (لاچي) اووه حیرانوونکې گټې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
  • ژباړه: صدیقه پوپلزۍ 

هېل یو طبیعي بوټی دی، چې د یو شمېر ګټو ترڅنګ خوندور بوی او ښه خوند هم لري. د ګټو، خوند او بوی لپاره په خوراک او څښاک کې استعمالېږي، خصوصاً هغه خواړه چې خواږه وي لکه فیریني.
د بې شمېره ګټو څخه یې یو څو یې تاسو ته وایو:
۱ـ هېل د زکام او ټوخي مخنیوی کوي او په ښه کولو کې یې مرسته کوي.
۲ـ د خولې او تنفس پر وخت راوتی بوی له منځه وړي، هغه کسان چې د خولې بدبویۍ ناروغي لري، د هیل دانه دې خولې ته اچوي، په دې سره یې د خولې بدبویي له منځه ځي.
۳ـ د هاضمې سیستم پیاوړي کوي. هېل په عام ډول همداسې نه خوړل کېږي، خو د هاضمې پیاوړې کولو لپاره یې یو دانه خولې ته اچول ښه دي او همدا ډول په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړي کوي.
۴ـ هیل په وزن کمولو او یا هم په وزن نورمال ساتلو کې مرسته کوي.
۵ـ د ویني لوړ فشار ټیټوي. فشار دوې برخې لري، ټیټ او لوړ، د ټیټوالي په حالت کې هیل استعمال کړئ، ځکه چې د فشار کچه مو نورمال کوي.
۶ـ د وینې ګردش او جریان ښه کوي. همدا ډول د هېل له ګټو څخه یې د وینې جریان او ګردش ښه کوي، چې د وینې په پاکوالي کې هم مرسته کوي.
۷ـ د غاښ درد کموي، یوه دانه هېل راواخلئ او کوم غاښ مو چې درد کوي په هاغه ځای کې یې کلک ونیسئ، درد به مو آرام شي.
Green Cardamom Choti Elaichi Health Benefits د هېل (لاچي) اووه حیرانوونکې گټې