ژباړه: مریم محمدي
د روغتیا پالانو په وینا روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي.
دا چې د انسان زړه ولې په روماتېزم اخته کیږي نو دلته یې ولولئ:
روماتیزم معمولا ستونې او ټانسلونو د التهاب نتیجه ده، کله چې د یو چا ستونی ګزک یا التهاب وکړي، که چیرېې په وخت درملنه ونشي نو اسانه بیا د زړه په روماتیزم اخته کیدای شي.
ډاکتران وايي چې د زړه د روماتیزم یوه بله نښه دا ده، چې د ستونې التهاب په پوستکي کې د دانو سبب هم کيږي چې، دا دانې له زویو یا اوبو ډکې وي، چې دا هم د زړه د زوماتېزم لامل دی.
په طبعي لحاظ یې لامل دا دی چې بدن د ستونې یا پوستکي، مکروب پرضد دفاعي غبرګون ښيي، د مکروب د دیوال ساختمان د زره د دیوال له ساختمان سره ورته دی، نو کله چې دفاعی سیستم د مکروبونو په وړاندې مبارزه کوي، دلته د زړه دیوال هم د برید لاندې راځي، د همدې له امله د زړه ځینې برخې التهاب پیدا کوي، چې د التهاب نه وروسته بیا زړه پړسیږي او کلسیم وربانې نښلي، چې دا عمل د زړه روماتیزم ته هم یوه زمینه برابروي.
د زړه له روماتېزم نه د مخنیوي لپاره دا کارونه وکړئ:
۱- که په کور کې یو کس د ستونې په درد اخته کيږي، هڅه وکړئ، چې له نورو روغو کسانو یې بیل کړئ، او څوک مه پریږدئ چې د هغه له پیالې قاشوغې او لوښې ګټه واخلئ، ځکه چې دا ناروغئ، ورته انتقاله نشي.
۲- هرکله چې ماشوم مو تبه وکړه په خپل سره درمل مه ورکوئ، هغه ډاکټر ته یوسئ، تر څو ډاکتر د ناروغ حالات په کتو درمل ورکړي. که چیرې په ماشوم کې د زړه د روماتیزم نښې وي، نو ډاکتر د هغه مطابق درمل ورکوي. چې له دې ناروغۍ په لومړنیو وختونو کې یې مخنیوی وکړي.
۳- د دې لپاره چې د ستونې په درد اخته نشئ، نو هڅه وکړئ، چې له ناپاکې هوا ځان وساتئ. چیرته چې دوړې وي په پزه او خول مو دستمال ونیسئ.
۴- هر کله چې له بهره کور ته راځئ، په تړمو اوبو کې مالګه واچوئ، او غرغره یې کړئ.
۵- کله چې مو په ستونې درد شو ډاکترته ورشئ، خو هغه درمل چې د ډاکتر له خوا درکول کیږي په وخت او تر پایه يې وخورئ.