د پاکستان سوپرلیګ ته اووم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو سیالیو ته د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی حضرت‌الله ځاځی واخیستل شو، چې د لوبېدو په موخه یې د پېښور زلمي لوبډلې سره تړون وکړ او د بل افغان لوبغاړي وقار سلام‌خېل سره به یوځای په یاده لوبډله کې ولوبیږي.

د پاکستان سوپرلیګ او خپله پېښور زلمي لوبډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې، خو یو شمېر نامتو خبریالانو خپله د حضرت‌ځاځي د خولې دا خبر خپور کړی او بل پلوه بیا «Grassroots cricket» پاکستانۍ ورزشي پاڼې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلې، چې پېښور زلمي لوبډلې د افغان لوبغاړي حضرت‌الله ځاځي سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ.

 

 

د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، حضرت‌الله ځاځی، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل، حضرت‌الله ځاځی.

ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلیږي.

دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو.

په دې لیګ کډونوالو لوبډلو ځانونه ته وړمه ورځ یو شمېر نور نوي لوبغاړي هم واخیستل.