حضرت الله ځاځي لپاره د پرمختګ یو بل ګام

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

که څه هم حضرت الله ځاځی ملي کرکټ ټیم کې له شمولیت وړاندې د کلبونو کرکټ کې خورا مشهور و او د کلبونو ترمنځ کرکټ کې د افغانستان په کرېس ګېل یادیده.
له کوم وخت څخه چې زه د ده په اړه معلومات لرم او هغه مهال چې دی د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوبډله کې لوبېده، د رخصتیو په ورځو کې به د مسابقو لپاره تلو او بیا به یې د پېسو په مقابل کې د اخېستونکې لوبډلې لپاره په کابل کې لوبه کوله، چې خورا خطرناکې شپږیزې به یې وهلې.
د شیرالله بارکزي په نامه د ده نږدې ملګري راته کیسه کوله، چې دی د کلبونو ترمنځ په سیمه یزو یا لوکل لوبو کې په کرېس ګېل مشهور و، چې هر وخت لپاره به یې تر پنځوسو بره چټکې منډې جوړولې.
له دې وروسته کله چې دی په ۲۰۱۶ م کال شپږیزه لیګ کې واخېستل شو؛ نو هلته یې د بخت ستوری لا وځلېد.
نوموړی په شپږیزه لیګ کې د خپلې چټکې لوبې له امله ډېر مشهور شو.
بیا د افغانستان په ملي لوبډله کې د بنګله دېش خلاف لوبوکې ولوبېد، چې دوه نیمه سلیزې یې جوړې کړې.
د ځاځي لپاره د پرمختګ تر ټولو ګرم پړاو د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ و، نوموړي په دغه لیګ کې د خپلې توپ وهنې له کبله نړیوال شهرت وموند.

په یوه اورکې د شپږ، شپږیزو وهل او د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ جوړولو یې خلک او نړيوال ګوته په غاښ کړل.
نوموړی له شهزاد محمدي وروسته دوهم مخکښ منډې جوړوونکی و او یواځینی لوبغاړی و، چې د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې یې سلیزه جوړه کړه.
په ای پي ایل کې له لوبېدو وروسته نوموړي د پرمختګ په لور یو بل ګام هم واخېست؛ هغه نن د عربي متحده اماراتو په سوداګریز کرکټ ټي ټېن لیګ کې واخېستل شو.
ځاځی د مرتا عربینز لوبډلې وپېره.
له هغه سره راشدخان او نجیب الله ځدران هم په همدغې لوبډله کې شته دی.
له ده وړاندې شهزاد محمدي، دولت ځدران، شاپورځدران، مجیب ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبي عیسی خېل او ځېنې نور لوبغاړي هم په دغه لیګ کې اخېستل شوي دي.
ټي ټېن لیګ کې په مرتا عربینز لوبډله کې ملېنګا، الېکس هېلس، کامران اکمل، جېمز فولکنر او ځېنې نور لوبغاړي هم لوبېږي.

ټي ټېن لیګ تېر کال په عربي متحده اماراتوکې پرانېستل شو، چې هره پاڼۍ کې لس اورونه ترسره کېږي.
دا لیګ د ډېسمبر په ۱۴ مه نېټه پېلېږي او په ۱۸ مه نېټه پای ته رسېږي.