لیکنه: محمدنسیم حمیدي
د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې کیڼ لاستی توپوهونکی حشمت الله شهیدي هغه لوبغاړی دی، چې تر جاوید احمدي او اصغر افغان وروسته په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې زیاتې منډې جوړې کړې دي.
کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د شهیدي د یاد ریکارډ ستاینه کړې ده.
حشمت الله شهیدي په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ۲۰۱۳م څخه بیا تر ۲۰۱۹م پورې ۳۳ لوبې ترسره کړې دي.
ښاغلي شهیدي په یادو ۳۳ لوبو کې ۸۵۹ منډې جوړي کړې دي، چي په یوه سیالي کې یې تر ټولو زیاتې منډې ۷۴ دي.
شهیدي دا منډې په ۳۳.۱۴ اوسط سره ترسره کړې دي.
۲۵ کلن شهیدي د هیواد په شپږیزه کرکټ لیګ کې توانېدلی، چې ۷ ځلې پنځوسیزه ووهي، خو په سلیزې وهلو بیا تر اوسه ندی بریالی شوی.
یاد لوبغاړي د افغان لوبډلې لپاره ۳ ټیسټ او ۴۰ یې بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.
ده په دریو ټيسټ لوبو کې ۱۳۸ منډې کړې دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه ۶۱ منډې دي.
ددې ترڅنګ دې ځوان لوبغاړي په ټیسټ لوبو کې یوه پنځوسیزه وهلې، خو کومه سلیزه یې تر اوسه نده وهلې.
حشمت الله شهیدي بیا ۴۰ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې هم ترسره کړي دي، چې په دې ۴۰ لوبو کې یې ۱۰۶۳ منډي کړي او په یو لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د ۹۷ منډو ده.
ښاغلي شهیدي همدرانګه په یو ورځنیو لوبو کې توانېدلی، چې ۹ ځلې پنځوسیزه ووهي، خو په دې بریالی شوی ندی، چې دې فارمټ کې کومه سلیزه ووهي.
د کرکټ ډېری مبصرین هغه د ښې توپوهنې له امله د سریلانکا د پخواني تکړه او نامتو لوبغاړي کمارا سنګاکارا سره تشبیه کوي.