حشمت‌الله: خپلو لوبغاړو کې وړتیا وینم، د دنیا هره لوبډله ماتولای شو

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ټیسټ او یو ورځنیو لوبو ته ټاکل شوي تازه لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د ملې لوبډلې په ټولو لوبغاړو کې دا وړتیا شته چې ښې لوبې وکړي او د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

حشمت‌الله شهیدي د ازادي راډیو سره په خپلې تازه مرکه کې ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکو سیالیو کې به هر ډول قوي لوبدلو ته ماتې ورکړي او همدې موخه یې په دې سختو ورځو کې د ښه چمتوالي په موخه کابل کې تمریناتي کمپ پيل کړی.

هغه وویل:

«په خپلو لوبغاړو کي وړتیا ګورم، چي د دنیا هره لوبډله ماتولای شو او ددې لپاره امادګي او چمتوالی خورا مهم دی، په همدې موخه په دې سختو ورځو کي تمرین کوو او ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو، چي موږ به هر ډول لوبډلې ته ماتې ورکړو. راتلونکي کې اسټرالیا، پاکستان، ویسټ انډیز او سریلانکا هیوادونو سره سیالۍ لرو، چي دا لوبډلې موږ ته یو لوی چلینج دی او سر له اوسه مو ورته کابل کې چمتوالی پيل کړی او هڅه کوو، په یوې قوي ارادې سره د یادو هیوادونو پر وړاندې ولوبیږو.»

 

<if

 

د لوبډلمشر په توګه د حشمت‌الله شهیدي ټاکل کېدل

 

د افغانستان کرکټ بورډ  ۲۵ ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمت‌الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.

یاده خبرپاڼه کې کرکټ بورډ ویلې وه: د  افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.

د یادونې وړ ده، چې د تیر نړیوال جام مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکلی و، چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو له امله افغانستان څو ګټلې لوبې بایللې وې.

له هغه وروسته ګڼو مینوالو او د کرکټ لوبغاړو د کرکټ بورډ ددې پریکړې هرکلی کړی دی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.