شل پوښتنې او د حشمت الله شهیدي جالیب ځوابونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستې توپوهونکې او په ټیسټ او یوورځنیو لوبو کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د کریک ټریکر په نوم ورزشي پاڼې سره مرکه کړې، چې پکې جالیبو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلې.

 

۱- کریک ټرېکر: هغه کوم خواړه دي، چې له هغه پرته ژوند نشې کولای؟
۲- شهیدي: ماهیان

 

۲- کریک ټرېکر: کوم افغان لوبغاړی زیاته لټي کوي؟
۲- شهیدي: محمد شهزاد محمدي

 

۳ـ کریک ټرېکر: د هغه لوبغاړي نوم واخلی، چې په لوبډله کې ځان تر نورو ډېر ګوګل حسابوي؟
۳- شهیدي: افسر ځاځی

 

۴- کریک ټرېکر: په نړیواله سطحه ترټولو غوره لیګ کوم یو دی؟
۴- شهیدي: IPL

 

۵- کریک ټرېکر: کوم لوبغاړی زیات څارې؟
۵- شهیدي: کمارا سنګاکارا

 

۶- کریک ټرېکر: تر خوب مخکې څه ګورې؟
۶- شهیدي: موبایل

 

۷- کریک ټرېکر: د راشد خان په اړه یو داسې څه ووایه، چې نور پرې نه پوهېږې؟

۷- شهیدي: هغه له لوبې وروسته مستقیم جیم ته ځي

 

۸- کریک ټرېکر: د خوښي وړ فلم مو کوم یو دی؟
۸- شهیدي: دنګل

 

۹- کریک ټرېکر: کرکټ کې دي کوم ډول فارمټ زیات خوښ دی؟
۹- شهیدي: ټیسټ فارمټ

 

۱۰- کریک ټرېکر: کوم نړیوال لوبغالی مو زیات خوښ دی؟
۱۰- شهیدي: د انګلستان لارډز لوبغالی

 

۱۱- کریک ټرېکر: هغه څه دي، چې غواړې له هندي مهندرا سینګ ډوهني څخه یې غلا کړې؟
۱۱- شهیدي: ارامتیا

 

۱۲- کریک ټرېکر: د هغه ځای نوم یاد کړه، چې غواړې په رخصتۍ ورشې؟
۱۲- شهیدي: نیوزیلنډ

 

۱۳- کریک ټرېکر: کرکټ کې دي غوره ملګری څوک دی؟
۱۳- شهیدي: نورعلي ځدران

 

۱۴- کریک ټرېکر: په خوراک کې څه خوښوې؟
۱۴- شهیدي: وریژي

 

۱۵- کریک ټرېکر: هند غوره لیګ کې کومه لوبډله خوښوې، چې ورسره ولوبېږې؟
۱۵- شهیدي: رویال چلینجرز بنګلور

 

۱۶- کریک ټرېکر: د یوه پخواني توپ اچونکې نوم یاده کړه، چې غواړې ورسره مخ شې؟
۱۶- شهیدي: وقار یونس

 

۱۷- کریک ټرېکر: د کوم مشهوره کس سره مینه لرې؟
۱۷- شهیدي: کیارا ایدواني

 

۱۸- کریک ټرېکر: درې هغه کلمې چې ستاسو ۲۰۰ منډې تشریح کوي؟
۱۸- شهیدي: هڅونه، خوښي او ویاړ

 

۱۹- کریک ټرېکر: کوم اپلکېشن ډېر کاروې؟
۱۹- شهیدي: انسټاګرام او واټساپ

 

۲۰- کریک ټرېکر: اوسنۍ د خوښې لوبډله دي کومه ده؟
۲۰- شهیدي: هندوستان

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.