لیکنه: بهار سمسور
وړم ماښام د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي،چټک توپ اچونکي حسن علی له هندۍ هوابازې پېغلې سامیا ارزو سره د واده مراسم ترسره او ګډ ژوند یې سره پیل کړ.
د دې جوړې په واده کې د دوی نږدې خپلوان او د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم ګډونوال و.
سميا ارزو چې د هند هيواد سره تعلق لري، د هوايي پرواز برخه کې يې لوړې زده کړې په انګلستان کې کړي، په اماراتو کې له هوايي شرکت سره کار کوي او له خپل مور او پلار سره هلته اوسيږي.
تېره میاشت حسن علی ویلي و،غواړي له سامیا ارزو سره ګډ ژوند پیل کړي،چې دا پلان عملي کړل شو.
ارزو په ۱۹۹۵ د سیپتمبر په ۱۵ په چندیني نومي کلي کې د لیاقت علی نومي پلار او راهیشا مور څخه پیدا شوي او دا وخت ۲۳ کاله عمر لري.
سامیا ارزو د کریکټ لوبې شایقه ده،خو په لوبغاړو کې یې هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي خوښیږي او هم د هغه له کړنو متاثره ده.سایما ارزو څلورمه هندۍ جینۍ ده،چې له پاکستاني کریکټ لوبغاړي سره ژوند تړي،تر دې جینۍ مخکې پاکستاني پخواني لوبغاړي ظهیر عباس،شعیب مالک او محسن خان هغه لوبغاړي دي،چې هندۍ پېغلې یې کورودانې کړي دي.
د سایما ارزو او حسن علی د واده له ماښام پیلیدو مخکې دواړو د دوبۍ په ځینو ښکلو مشهورو ځایونو کې یادګاري تصویرونه هم واخیستل.