
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړي نصرت حقپرست د امریکايې سیال الکس مونوز په وړاندې و لوبېد، چې یاد لوبغاړی یې له سختې ماتې سره مخ کړ.
دا لوبه چې په «UFC» سازمان کې ترسره شوه، افغان لوبغاړي حقپرست د ډېرو امتیازونو په خپلولو سره بریالی اعلان شو.
حقپرست او لکس مونوز په پنځه دقیقهیې پړاوه سیالي کې یو د بل په وړاندې ولوبېدل، چې لومړی یې ۰ـ۰ مساوي شو، دویم یې ۳ـ۱ حقپرست وګاټه او د دوهم ترڅنګ حقپرست وروستی او درېیم پړاو هم ۱۲ـ۶ وګاټه او خپل سیال یې له ماتې سره مخ کړ.
https://youtu.be/6VT4ub6tqM4?t=39
په دې سره UFC سازمان کې دا د نصرت حقپرست څلورمه بریا وه.
هغه تر دې مخکې په دې سازمان کې درې بریاوي او دوې ماتې له ځان سره لرلې.
د نصرت حقپرست دا ستره بریا دي ټولو افغانانو ته مبارک وي!