ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ په ډېری مواردو کې له بدلون نه منونکو څیزونو سره مبارزه کوو او یوازینۍ پایله یې لا ډېر درد او کړاو دی. هغه واقعیتونه، چې باید وې منو دا دي:
۱ ـــ له نورو سره باید خپل توپیرونه ومنو
که دا واقعیت ونه منو، نو له نظري پلوه تل ځان د پرتلنې په حال کې وینو او له عملي پلوه تل له نورو سره د سیالۍ او مسابقې په حال کې یو. باید د انسانانو ترمنځ توپیرونه ومنو او ځان هوسا کړو، ترڅو دا پرتلنه او مسابقه موږ په درد او کړاو اخته نه کړي.
۲ ـــ زه نه شم کولای، داسې ژوند وکړم، چې ټول زما د ژوند له بڼې څخه خوشاله وي
نه شو کولای، چې د ناشوني اقبال کړۍ وښورو، له دې لارې، له ټولنې سره یو شان والی او همرنګي، زموږ ژوند بربادوي. د ژوند هره بڼه چې ولرو، ځینې خوښ او ځینې نور ناخوښه کوي، البته دا د افراط په مانا نه ده؛ یانې دا چې په یوازې توګه سفر وکړو او د قضاوتونو له ارزښتونو سره یو ډول بې پروایي ولرو. هغه انسانان چې له ټولنې سره همرنګي لري، خپل تفرد هېروي او په پایله کې د نورو د قضاوت کولو ارزښتونو ته ډېر زیات اهمیت ورکوي. د قضاوتونو ارزښت، ځینې مراتب لري او تر کومه ځایه، چې یو انسان کولای شي، د دې قضاوتونو ارزښت ته پام ونه کړي، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ نه شي ( البته په دې بې پروایۍ کې باید د فرد، چې هوډ لري کوم ارزښتونه خوندي کړي، کله وخت ځینې کسان د ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل ځان له لاسه ورکوي او کله وخت له ځان څخه ساتنه ډېر زیات اهمیت لري ). نو د نورو د قضاوت ارزښت ته په نه پام سره، خپل تفرد ساتو.
۳ ـــ په داسې حال کې، چې زما ژوند ټول نه راضي کوي، نو د ټولو ژوند هم ما نه راضي کوي
باید پرېږدو، چې نور خپل ژوند وکړي او خپله لاره وڅاري، دا یانې نرمښت، نرمښت یانې د نورو تفرد منل. هرڅوک په خپله لاره لاړ شي، ځکه د ژوند نورې بڼې هم شتون لري. نرمښت له زغملو سره توپیر لري، نرمښت د یوه ټولنیز واقعیت په توګه د نورو تفرد په رسمیت پېژني، هغه رسمیت، چې له عاطفي منلو سره مل دی، یانې د انسان ژوند توپیري ګلان لري، په دې توګه د ټولنیز چاپېریال ایکوسیستم د تنوع له خوندیتوب سره ځای پرځای پاتې کېږي. د ټولنیز ژوند پایښت د هر انسان د خپلې نړۍ له لرلو سره تړاو لري. ټاکل شوې ده، چې قانون د دې توپیري او رنګارنګ دنیاوو د ټکر مخه ونیسي، نه دا چې د دې دنیاوو د همرنګۍ او یو رنګی په لټه کې وي. په ځان باندې مئین اوسېدل، قضاوت او تعصب د نرمښت کچه ډېره زیاته را ټیټوي او هرڅوک، چې نرمښت نه لري، نو په خرافاتو اخته کېږي.