څو ټکي چې باید د خوښ ژوند لپاره یې له واده وروسته پام کې ولرو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ 

۱ـ نېک نیت

دواړه لوري باید د خدای ج د ځانګړې ارادې او رضایت سره واده وکړی، چې د خدای ج رحمت ورباندې نازل شي. که واده د خدای په خوښه وي، نو هغه واده کې مینه، ثبات او نېکمرغي وي.

۲ـ مینه

ډېری وخت ځینې انسانان دباندې له نورو سره ښه چلند کوي، خو کله چې کور ته راشي بیا هغسې نه وي. نو داسې باید ونه کړي، کوم چلند چې له نورو سره کوي باید خپلې مېرمنې سره هم ترسره کړي، ځکه مېرمن یا خاوند له ټولو څخه ډېر حق لري.
رسول الله ص فرمایی:

مومن هغه څوک دی کوم څه چې خپل ځان ته خوښوي، نورو ته یې هم خوښ کړي.

۳ـ ناواقعي تمې پرېږدئ

په معمولي توګه ډېری جوړې له واده څخه مخکې خپل د راتلونکې خاوند په هکله ډېرې ناواقعي تمې لري، غواري له هرې خوا څخه پوره وي، په داسې حال چې ډېر کم داسې په حقیقت بدل شوي. نو موږ باید پوه شو چې خدای ج ټول انسانان مکمل نه دي پیدا کړي، هر انسان له واده وروسته ځینې سهوې ترسره کولای شي او ځینې نیمګړتیاوي لري.

۴ـ د خاوند پر ښو کارونو فکر وکړئ

که څه هم هېڅوک د ټولو صفتونو خاوند نه وي، خو موږ باید مثبتې خواوو ته فکر وکړو، تل یې باید وهڅوو او ستاینه یې وکړو، چې دا صفتونه یې نور هم ډېر شي او هڅه وکړو چې منفي کارونه یې په نظر کې ونه نیسو.
لکه څنګه چې حضرت محمد ص فرمایلي:

مسلمان سړی باید له مسلمانې ښځې څخه کرکه ونه لري، امکان لري چې د هغه یو صفت یې خوښ نه وي، خو کېدای شي بل صفت یې خوښ وي.

۵ـ د خاوند یا مېرمنې لپاره ښه ملګری/ې ووسئ

هڅه وکړئ او پیدا یې کړئ چې ښه ملګری/ ې څه ډول وي او بیا تاسو هم هماغسې شئ، په هره برخه کې ورسره مرسته وکړئ د یو بل د خوښې په شیانو ځان پوه کړئ تر هر څه اړینه باید یو پر بل باور ولرئ.

۶ـ خپل وخت یو له بل سره تېر کړئ

یوازې دا بسنه نه کوي چې یوزای خواړه وخورئ باید ځینې د کور کارونه یوزای ترسره کړئ او یو له بل سره خبرې وکړئ، په تازه هوا کې قدم ووهئ او یو بل ته ارزښت ولرئ.

۷ـ خپل احساسات بیا بیا بیان کړئ

که مثبت احساسات وي که منفي په رښتنې ډول یې ورته ووایاست، باید تاسو وکولای شئ په اسانۍ سره خپل هره خبره یو تر بله شریکه کړئ، ځکه که تاسو یوه ستونزه ولرئ او ورته ونه وایاست، نو دا ستونزه ورو رو لوییږي.

۸ـ خپلې غلطیانې ومنئ او بښنه وغوارئ

لکه څنګه چې له ګناه وروسته د خدای په دربار کې بښنه غوارئ همداسې کله چې کومه غلطي کوئ، نو له هغه وروسته له خاوند هم بښنه وغواړئ، هغه څوک ځواکمن کوي چې خپله غلطي مني.

۹ـ د تېر وخت سهوې باید هېڅکله را په یاد نه کړئ

که دا کار وکړو، نو دوی ته ډېر ستونزمن کېږي. په ټوله کې اسلام سپارښتنه کړې چې په تېر وخت کې باید ژوند ونه کړو. او هېڅکله د مخامخ نفر په هکله باید له ځانه قضاوت ونه کړو. د دې پر ځای په سمه توګه ورته لارښوونه کولای شو.

۱۰ـ کله ناکله یو بل حیرانه کړئ

یعنې ځینې وخت ناحاپه کوچنۍ ډالۍ، ګل اخیستل، ډوډۍ تیارول او د ځانګړې جامو اغوستل یا هم بل هر کار چې دوی حیرانېږي هغه باید ترسره کړئ.

۱۱ـ ځینې وخت شوخ مزاجه اوسئ یعنې ټوکې وکړئ

له خاوند سره ټوکې وکړئ دا کار کولای شي چې له بې ځایه بحث څخه مخنیوی وکړي او د کور فضا روښانه کړي.