ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
خوشحالي؛ هغه حس چي د انسان له درونه سرچینه آخلي خو متاسفانه د نړۍ انسانان عموماً، خو په خاصه بیا زموږ د ټولني وګړي ئې په نورو ځایو او موقعیتو کي لټوي. د خوشحالۍ په اړه ځیني کسان په دې باور دي چي د خوشحاله اوسېدو له پاره مشخص اصول او قواعد نسته. خو دغو کسانو ته په پوره درنښت باید ووایو چي دغسي نه ده او که هره ورځ دغه شعارونو ته په خپلو ذهنو کي ځای ورکړئ، د يوه خوشحاله او خوښ ژوند خوند به وڅکئ.
۱ـ هڅه کوم چي په هر ډول حالاتو کي له نورو سره مهربان اوسم.
۲ـ شکر کښنه هیڅکله نه هېروم.
۳ـ ژوند له آفسوس او پښېمانتیا پرته تېروم.
۴ـ نه پرېږدم چي کوم څیز دي راباندي و تپل سي.
۵ـ همېشه کوښښ کوم چي پېښي ته له یوه بل کونجه هم وګورم.
۶ـ کوښښ کوم چي خندان اوسم.
۷ـ همېشه خپلو همنشینو او همفکرو ته وایم چي څوندي مینه ورسره لرم.
۸ـ هره ورځ خپل ظاهر ته توجه کوم، ښه ظاهر درلودل ما ته ښه احساس راکوي.
۹ـ ظاهر چي مي څنګه دئ هماغسي خوښوم.
۱۰ـ له نورو سره چي کوم توپیرونه لرم، قبلوم ئې.
۱۱ـ انعام او بخشش نه هېروم ځکه چي زه د صلحي او دوستۍ وړ یم.
۱۲ـ ځان له نورو سره نه مقایسه کوم.
۱۳ـ که لاره هر څوندي له ګړنګونو ډکه ده، له خپل هدفه مي نه راګرځم.
۱۴ـ د داسي کسانو سره راشه درشه کوم چي په ښه ډول زما سره چلند کوي. داسي څوک چي زما سره مینه ولري، او ما ته زیان نه رسوي.
۱۵ـ باور کوم چي هر څه کېدای سي او هیڅ شی له امکانه وتلی نه دئ.
۱۶ـ ژوند مي د نورو په خوښ او راضي ساتلو کي نه تېروم.
۱۷ـ همېشه هغه کار چي سم دئ، کوم حتی که زما له پاره سخت هم وي.
۱۸ـ هره ناکامي او ماته یوه ښوونیزه تجربه بولم.
۱۹ـ خپل احساسات او نظریات مي څرګندوم.
۲۰ـ پر خپله شاوخوا له خلګو سره داسي چلند کوم چي څنګه ئې له ځان سره د نورو له لوري خوښوم.
۲۱ـ همېشه ځان چي څنګه یم هماغسي ښکاره کوم.
همېشه دغه یویشت اصول په ژوند کي مراعات کړئ وبه ګورئ چي له یویشتو پرله پسې ورځو وروسته تاسي څوندي تغیر کوئ او په ژوند کي مو څوندي خوشحالي راځي. تجربه ئې کړئ.