خوښ او ښکلی ژوند

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي، چې څه وخت به یې خوشالي کور ته کډه راوړي، له ځان سره وایي، که شتمن وای، نو خوشاله ژوند به مې درلود یا که دوه کیلو مې وزن کم یا زیات وای، په خپل ژوند کې به ډېر خوښ وای او یا هم…، تر اوسه مو دا ډول خبرې له خولې وتلې دي او یا مو یې په اړه فکر کړی دی؟
خوښ اوسېدل ډېر ساده او اسانه رازونه لري؛ له نن وروسته له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې خوشاله و اوسئ، دا هم ممکنه نه ده چې انسان دې تل خوشاله او خوښ ژوند ولري، معلومه خبره ده چې ژوند د خوښیو او خپګان ټولګه ده، خو تر ډېره هڅه وکړئ چې دا ځان ته روښانه کړئ، چې څنګه کولای شی خپل ځان خوشاله وساتی.
شتمني، ښکلا او حتی تر ټولو ښه دنده درلودل هم نه شي کولای انسان خوشاله وساتي، که غواړی چې خوشاله ژوند وکړی، پر خپل ځان باید کار وکړئ.
خپل ځان له کینې پاک کړئ، مهربانه و اوسئ،ستونزې د ځان د ځواکمنتیا لپاره د ننګولو په ډول وکاروئ، د خدای ‘ج’ پر نعمتونو شکر وباسئ او قدر یې وکړئ، لوړې هیلې ولرئ، پر وړو شیانو فکر مه کوئ او د نورو په اړه ښې خبرې وکړئ!