او راټولونه: نوراحمد فضلي
آیا خوښېږي مو چي خوشحاله اوسئ؟ دغه هدف په آسانۍ سره ۲، ۵، ۱۱، ۱۵، ۲۰، او ۴۳ دئ! کله چي ژوند درباندي سختېږي، فقط پر یادو اعدادو تکیه وکړئ.
آیا درته سخت سوي دي چي د روغتیا، کار، او شخصي علاقمندیو اړوند اهداف مو په يوه ورځ کي ځای کړئ؟ کله چي ژوند درباندي سختېږي، یوازي د خپل چانس پر اعدادو تکیه وکړئ. زه تاسي د اعدادو کومي ذهني لوبي ته نه رابولم. دغو اعدادو ته” د چانس او طالع اعداد ” وايي ځکه چي ستاسي سره کومک کوي چي په څو دقیقو کي خپل ارزښتمن هدف ته ورسېږئ. دغه اعداد د څېړنو پایلي او د متخصصینو د وړاندیز له مخي دي نه یوازي چانس یا خرافات. دغه اعداد عبارت دي له:
د چانس عدد: ۲
د ” د کارونو اجراء کول ” کتاب لیکوال دیون آلِن وړاندیز کوي چي که غواړئ داسي کار وکړئ چي دوې دقیقې یا له دوو دقیقو څخه کم وخت غواړي، په همغه شېبه کې اجراء کړئ. دغه د” دوو دقیقو قانون ” سبب کېږي چي کوچني خو راجمع سوي یا را کوټه سوي کارونه مو د ناتمامو کارونو په لیست کي پاته نه سي.
د چانس عدد: ۵
کله چي په کور یا کارځای کي له یوې سختي پروژې څخه ستړي او خسته سوي یاست، له ” پنځه دقیقه ییز قانون ” څخه کار واخلئ. ددې له پاره چي د کارونو له ځنډولو خلاص سئ او وکولای سئ خپل کار ته ادامه ورکړئ، ځان ته ووایاست: ” زه یوازي د پنځو دقیقو له پاره پر دغه پروژه کار کوم. وروسته که وغواړم کولای سم چي پرې ئې ږدم او ادامه ورنکړم. ” ددې له پاره چي خپل عزم زیات کړئ، ځان ته ووایاست” زه یوازي پنځه دقیقې پر دغه پروژه کار کوم. وروسته که وغواړم پرېښوولای ئې سم. ” کېدای سي پرېکړه وکړئ چي ادامه ورکړئ خو که حتی و نه غواړئ چي ادامه ور کړئ، پنځه دقیقې مو د کار خلاصېدو ته نژدې سوي یاست. دا د” سږ کال کولای سم اوسم ” کتاب لیکوال اِم جِی ریان فوق العاده نظريه ده.
د چانس عدد: ۱۱
که مو ورزش کول نه خوښېږي خو غواړئ چي اوږد ژوند ولرئ، علاقمند یاست چي پوه سئ د ورځي باید څوندي پلی تګ یا کم ورزش وکړل سي چي وکولای سي عمر مو زیات کړي؟! د هارورد پوهنتون استاد آی مین لی د خورا زیاتو څېړنو له مخي ستاسي جواب په ورځ کي ۱۱ دقیقې دئ چي سبب کېږي د ورزش نه کوونکو کسانو په پرتله مو ۸.۱ کلونه عمر زیات سي. غوره ده پوه سو چي فقط په لږ ورزش کولو سره لا کولای سو چي د ورزش له ګټو بهرمن سو.
د چانس عدد: ۱۵
آیا له زیاتو الکهولو چښلو وروسته اندېښمن سواست چي ناعدالتي مو له ځان سره وکړه؟ آیا و مو غوښتل (هوس مو وکړ) چي د اندېښنې له وجهي خواږه وخورئ؟ آیا د سګرېټو یا نصوارو نشې ته مو تمایل له حده زیات سوی او له توانه وتلی دئ؟ هر وخت چي مو زړه ډېر شدید د کوم شي هوس کاوه، فقط د ۱۵ عدد در په یاد کړئ. د هغه تحقیق له مخي چي د دغسي هوسونو ښکار کسانو باندي سوی و، په تعجب سره هره وسوسه او هوس ډېر لنډ وخت (تقریباً ۱۵ دقیقې) وخت نیسي. په ارواپوهنه کي د ” دوره يي مسائلو ” متخصص هوسونه او غرایض له څپو یا موجونو سره تشبیه کوي؛ چي په پیل کي زياتېږي او وروسته کرار یا کمېږي. خو تاسي کولای سئ پرته له دې چي خپلو غرایضو او هوسونو ته تسليم سئ پر هغوی باندي لامبو ووهئ او يا موج بازي ورباندي وکړئ. په دې پوهېدل چي زموږ هر هوس او احساس تر ۱۵ دقیقو وروسته کمېږي خورا اطمینان بخښوونکي دي او موږ ټول کولای سو چي خپلو ارزښتمنو اهدافو ته د رسېدو په خاطر ۱۵ دقیقې ناراحتي وزغمو.
د چانس عدد: ۲۰
ډېر د يوه مشکل د حل په لټه کي ياست، خو حللاره په لاس نه درځي؟ نو صبر وکړئ. آرام اوسئ. استراحت وکړئ. تر ۲۰ دقیقو پوري ځان هوسا او آرام کړئ او يوه بېل او متفاوت کار وکړئ (پلی تګ وکړئ، تصور وکړئ، د کور کوچنی بالښت مالښت راواخلئ وې ګنډئ يا د خپلو ملګرو او شریکانو سره خبري وکړئ). کله چي بیرته خپل کار ته راځئ نو يوه خارق العاده پېښه به سوې وي: ستاسي اړتیا وه چي فکراً او روحاً ځان ارام کړئ. که پلان لرونکي اوسئ حتمن درباندي راغلي دي او ورسره آشنا یاست چي کله ډېر خسته یاست او لږ استراحت وکړئ ” آهاااااا ” خوشحاله شېبې تجربه کوئ. ولي دغه ډول لنډ استراحت مرسته کوونکی وي؟ کله چي تاسي په آرامۍ سره له خپله کاره را جلا سئ، ستاسي ذهن او دماغ یو ډول مواد ترشح کوي چي د سټریس او فشار جریان کموي. ستاسي د ذهن دغه تغیر ستاسي سره مرسته کوي چي استراحت وکړئ او حالت په خپل ابتکارانه او خلاق تفکر سره تغیر کړئ او وروسته ئې خپله نتیجه ووینئ. دغه پېښي یا موضوع ته هربرت بنسون او ویلیام پراکتور د ” the breakout principle” یعني د ځان ایستلو اصل – نوم ورکړی دئ.
د چانس عدد: ۴۳
آیا چمتو یاست چي د خپل تمرین پلان او پروګرام له ۱۱ دقیقو څخه ۲۰ دقیقو ته واړوئ؟ آیا غواړئ پوه سئ چي د ورځي څوندي ورزش کول مو عمر زیاتوي؟ جواب په ورځ کي ۴۳ دقیقې دئ. دغه کار کولای سي چي ستاسي ژوند ۴/۲ کلونه زیات کړي ( که مو د ورزش يا تمرین اندازه له ۴۳ دقیقو څخه زیاته سي نور مو په عمر کي د زیاتېدو چندانی تاثیر نه رامنځ ته کوي). او يا که غواړئ چي په ورځ کي ۲۲ دقیقې ورزش وکړئ او ۴.۳ کلونه مو عمر زیات کړئ.
د خپل جسمي روغتیا، خلاقیت او رواني روغتیا د بهبود او لا ښه والي له پاره د چانس ۲،۵،۱۱،۱۵،۲۰،۴۳ عددونه تجربه کړئ.