په نړۍ کې تر ټولو خوشالونکې دندې دا دي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
په عام ډول له کاروبار څخه د خلکو تعبیر دا دی، چې د ترسره کوونکو خوشالي یې د دوی د عاید په تناسب ده.
خو واقعیت دا دی، چې یوازې مالي عاید له کارونو څخه د خلکو د رضایت معیار نه دی.
د مالي عوایدو ترڅنګ نور لاملونه هم له خپلو کارونو د خلکو د خوښۍ په لاملونو کې راځي.
دلته به د نړۍ په کچه د هغو کارونو معلومات درکړو، چې خلک ترې ډېر خوشاله دي:
سینګارول ( آرایشګري)
سینګارتون یا آرایشګاه په څو دلایلو د نړۍ له خوشالونکو کارونو څخه ګڼل شوی:
– دا کار مشخص او پابند کاري ساعتونه نه لري، څوک چې آرایشګاه لري، خپله د کار د وخت په اړه یې د مشتریانو د ورتلو وخت ته په کتو سره کار ته ورځي.
– په دې دنده کې د خلاقیت او ټولنیزو اړیکو د تامین کچه لوړه ده.
– آرایشګاوو ته معمولا خوشاله خلک د خپل ښایست لپاره ورځي. له دې کبله د آرایشګرو مخه په عامه اصطلاح له خسته کوونکو خلکو سره کمه ده.
– سینګارونکي یا آرایشګران د خپل کار د کیفیت او خلاقیت له لوړولو سره خپل عواید لوړولی شي.
– ځینې وختونه د یوه سینګارونکي/ سینګارونکې عاید د یوه جراح ډاکټر د عوایدو برابر وي.
د ماشومانو روزونکي
له ۵ کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو روزنه هم د نړۍ له خوشالونکو دندو څخه ده.
په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو برعکس دا دنده دومره عامه نه ده، خو دلته دا دنده تر ډېره د وړوکتونونو په چوکاټ کې مخته وړل کیږې.
د دې دندې ښه والی په دې کې دی، چې ترسره کوونکي یې له ماشومانو سره سروکار لري.
ماشومان د نړۍ ترټولو کم سترسه، خوشاله او بې غمه خلک دي.
د غاښونو ډاکټري
د غاښونو ډاکټري هم د لوړ مالې عاید او هم د کاري ماحول د ازادۍ لپاره یې د نړۍ له تر ټولو خوشالونکو دندو ګڼل کیږې.
نل دواني
نل دواني هم د اوبو او هم د نل په وسیله د نورو اړتیاوو د پوره کولو کسب دی.
دا کسب یا دنده په اروپا او اسټرالیا کې په خاصه توګه له زیاتو محبوبو دندو څخه ده.
د دې کار یوه ښیګڼه هم دا ده، چې مشخص او ټاکلي کاري ساعتونه نه لري.
آشپزي
د آشپزۍ دنده ځکه له ترټولو خوشالونکو دندو څخه ده، چې د اشپز کار له مختلفو خوراکونو سره وي.
اشپزان د خپل کار ترڅنګ د آرام لپاره هم کافي وخت لري او مهمه دا چې له دفترونو او شتمنو خلکو سره یې مخه ده.