دا سپارښتنې د ټولو د خوشحاله ګډ ژوند لپاره دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: مریم محمدي
۱- داسې نه ده، چې له واده وروسته د ژوند ټولې ستونزې په خپله لاره ځي او یوازې خوشالي پاتې کیږي، نه هیڅکله نه، د یوې بریالۍ او خوشاله کورنې درلودلو لپاره په کار ده چې، ځان غوښتونکي نه اوسئ، قرباني ورکړئ، صبر ولرئ، مقابل لوری درک کړئ، بخښنه مه هیروئ او مهربانه اوسئ.
۲- واده تر ټول ښه فرصت دی، چې تاسو روحي او جسمي بریاوو ته ورسوي، خو مهمه دا ده چې، له واده وروسته هره ورځ د ښه کارونو او ښو اخلاقو په اړه فکر وکړئ.
۳- دا دمره بده نه ده، که چیرې تاسو د واده په لومړیو میاشتو کې تیروتنې وکړئ، مګر کوښښ وکړئ چې هر څه رز له دې حالت نه ځان وباسئ، له تېروتنو مو درس واخلئ، هیڅکله یې مه تکراره وئ.
۴- د یو بل ژبه زده کړئ، په دې معنا هغه څه چې د ښځې/ خاوند د خپګان لامل کيږي، مه کوئ.
۵- له واده مخکې او وروسته له خپل پروردگار سره د زړه خواله وکړئ، له هغه وغواړئ چې په ښو لارو کې درسره مرسته وکړي، په دې سره به تل د یوې خوشاله کورنۍ لرونکې اوسئ.
۶- د یوې بریالۍ او خوشاله کورنۍ لپاره مو سترګې خلاصې کړئ، هر ستونزه په احساساتو مه حلوئ، داسې حل لارې پیدا کړئ چې له طلاق ډېر لرې وي، په ګډ ژوند کې هره ستونزه د یو بل په ملاتړ حل کیږي، دا یاد ولرې چې په یوازېتوب، چا نه ده شل کړې.
۷- که چیرې له واده مخکې مو له بل چاسره مینه کړي وي، نو هغه کسان د تل لپاره هیر کړئ، له نورو سره د مینې اړیکه لرل حتا په مجازې نړۍ، یعني فیسبوک ویبر او داسې نورو کې هم د انسان په احساساتو اغیزه کوي، دا په ګډ ژوند کې تر ټولو لوی خیانت دی، ډېری ستونزې په کورنو کې له همدې امله رامنځته کېږي.
۸- موږ هغه وخت ځانګړی یوو، چې له نورو توپير ولرو او په ورته وخت کې د نږدیوالي احساس هم وکړو، نو په دې اساس له واده وروسته خپلې غوښتنې په زور په خاوند/میرمنې مه منئ، ګډ ژوند کې دا هڅه مثبته پیله نه لري.
۹- مینه یوازې احساس نه دی، بلکې د زړه هغه تړون دی چې د هرې ستونزې په مقابل کې خوښي شیندي، کوم کسان چې په ګډ ژوند کې مینې ته ارزښت ورکوي، نو طبیعي خبره ده، کور به یې له خوښیو ډک وي.
۱۰- خوښۍ مو د مادیاتو لپاره مه قرباني کوئ، انسان هر کله چې د تیر په اړه فکر کوي، هغه څه ورته ډېر خوښونکي وي چې معنوي اړخ لري، نه هغه چې پیسې پرې تللي وي، نو پکار ده چې په ګډ ژوند کې دې خبرې ډېر پام وشي.
سرچینه: چطور