لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان هېواد یوه وګړي خپل ځانته په ۴ زره امریکايي ډالرو باندې د سرو زرو ماسک جوړ کړی، چې له کورونا ویروس څخه په امان کې اوسي.
د راپورونو له مخې د هندوستان مهاراشترا ایالت کې د شانکار کوارده په نامه یوه سړي ځان ته دا جالبه ماسک جوړ کړی، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د ډېرو افغانانو پام هم ځان ته را اړولی.
شانکار کوراده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا ماسک یې د ۲،۵ کیلو ګرام سرو زرو څخه په ۲۸۹ زره هندۍ روپېو جوړ کړی.
کوراده وویل:
“دا کار مې وروسته له هغه وکړ، چې په خپل ذهن کې راته داسې کس معلوم شو، چې د سرو زرو ماسک یې کړی و. له هغه وروسته چې زه د سرو زرو سره ډېره علاقه لرم، نو ما هم پرېکړه وکړه، چې دا ډول یو ماسک جوړ کړم. په همدې موخه یوه محلې زرګر ته ورغلم او د سرو زرو د ماسک جوړولو مې ورته وویل. دا ماسک شاوخوا ۲،۵ کیلو ګرام وزن لري او ماته یې په ۲۸۹ زره هندۍ روپیو را جوړ کړ، چې شاوخوا ۳۸۷۰ ډالره کېږي.“
شانکار کوراده وویل، چې دې ماسک د ټولو پام ځان ته راړولی.
هغه وویل:
“کله چې زه د سرو زرو د ماسک سره بهر ته ولاړم، نو د ټولو د پام وړ شوم. که څه هم زما کورنۍ په خپله سیمه کې د ډېرو سرو زرو په درلودلو پېژندل کېږي، مګر د سرو زرو څخه د یوه ماسک جوړول یوه نوې خبره ده.“
شانکار کوراده د دې ترڅنګ زیاته کړه، چې په ماسک کې کوچني ـ کوچني سوریان شته، چې د هغه له لاري تنفس اخیستلای شي.
کوراده وویل، چې د کورونا ویروس څخه د ځانساتنې په موخه یوازې ماسک کول نه دي اړین، بلکې د سړیو ترمنځ واټن هم باید مراعت شي.
د وروستیو شمېرو له مخې هند کې ۶۴۸۳۱۵ کسان په کورونا ویروس اخته شوي. یاد هېواد کې له دې ویروسه ۳۹۴۴۳۳ کسان بېرته روغ شوي.
خو کورونا ویروس ۱۸۶۵۵ هندیان مړه کړي.