د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو احتمالي نوماند، چې په دې ورځو کې د ډېرو ژبو په سر دی، محمد حکیم تورسن نومیږي.
تورسن د عامیانه جذابو خبرو په کولو او هم پر ځان د خورا ډېر باور له کبله د ډېر پام وړ ګرځیدلی.
ژوند لیک یې
تورسن په کال ۱۳۳۳ په کابل کې زېږیدلی او په قوم ازبک دی.
هغه د کابل پوهنتون د ادبیاتو فارسي څانګه لوستې او له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۷۱ پورې یې د ملي امنیت ادارې په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي.
نوموړي همدا شان په روسیه او جرمني کې هم لوړې زده کړې کړي.
د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته دی له یوه ولایته بل او بیا ځینو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوی.
تورسن له ۱۳۸۱ راهیسې په سوداګرۍ بوخت دی او یو سیاحتي شرکت هم لري.
ده په ۲۰۰۲ کې خپل بهرنی تابعیت لغوه کړی او یوازې د افغانستان تابعیت لري.
تورسن په ۱۳۸۸ کې هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شوی و.
حکیم تورسن یو زوی ، دوه لوڼې او ۳ لمسیان لري.
سیاسي مخینه
تورسن په سیاسي لحاظ کیڼ اړخی او په هغوی کې هم غالبا د پرچم ډلې غړی و.
د ده په وینا له ۱۳۵۱ راهیسې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل دی.
تورسن اوس هم د نورالحق علومي په مشرۍ د متحد ملي ګوند له مخکښانو څخه دی.
په یاد شوي ګوند کې تورسن د علومي مرستیال و.
جالبه دا ده، چې د هغه سیاسي رهبر او دی دواړه په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندان دي.
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نصرالله زیارمل د تورسن لومړی او محمد یاسین علوي یې دویم مرستیال دی.
د تورسن جالبې خبرې
د تورسن دغو خبرو د خلکو ډېر پام ځانته اړولی او د ژبو په سر کړی یې دی:
– زه ټاکنیز سیال نه لرم، سل په سله ټاکنې ګټم، خو ما نه وروسته جدي کاندید اشرف غني دی.
– غني او دوستم زما د لومړۍ او محقق د دویمې مرستیالۍ لپاره مراجعه کړې، خو ما رد کړي.
– زما د ولسمشرۍ دوره کې به د مخکینۍ ژمنې خلاف د ملي یووالي حکومت مشران د چاینکي پخولو له شاګردۍ هم محروم شي؛ ځکه هلته به د غوښې خوړلو چانس ولري.
– حنیف اتمر دې زما په ګټه منصرف شي، زه به یې پخپل حکومت کې د کابل ښاروال وټاکم.
– یونس قانوني پخپل حکومت کې د کابل د یوې ناحیې د ګذر وکیل ټاکم.
– زما په حکومت کې به ۲۰۰ قبرونه وکیندل شي، مفسدین او خاینین پکې خښوم.
https://www.youtube.com/watch?v=NOsNVU9QMxk
غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې حکیم تورسن د دې ورځو یوه ډېره د بحث وړ څېره ده.
ګڼ خلک د ده د خبرو ویډیوګانې شیر کوي، څوک وایي د ده خورا پرځان باور یې خوښیږي، څوک یې د سپینو او عامیانه خبرو صفت کوي او څوک یې رواني ناروغ ګڼي او په چټیات ویلو یې تورنوي.