حکیم الکوزی: ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت مې لا درمل نه دي ازمایلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

حکيم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت ته یې درمل سپارلي، خو لا تر اوسه یې پایله نه ده معلومه.
ښاغلي الکوزي له عامې روغتیا وزارته وغوښتل، چې د درملو پایله یې ژر تر ژره معلومه کړي، چې د خلکو اندېښنې کمې شي.
هغه وویل: “زه له عامې روغتیا وزارت سره په اصولي ډول کردار کوم. که زما درمل تایید او یا هم ناتایید کړي، خو قسم اخلم، چې ټول به زما د درملو غوښتنه بیا وکړي. زما درمل هېڅوک هم نشي کشفولای.
د عامې روغتیا وزارت د تېرې شنبې پر ورځ په کابل کې د حکیم الکوزي د کلینیک تر لیدو وروسته وویل، چې وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوي درمل ازمايي، خو تر هغو پورې به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، کلینیک هېڅ د فعالیت جواز نه درلود او په خپلسري ډول یې په کار پيل کړی و. په یاد کلینیک کې هېڅ مسلکي کس نشته او هغه درمل چې حکیم الکوزي جوړ کړي تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نشته، چې له څه شي څخه ترکیب شوي دي.
وروسته له هغې د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د جوړ شوو درملو نمونه یې اخیستې او دوی به یې په خپلو لابراتوارونو کې چک کړي.
وزارت ویلي، چې له هغه وروسته به یې پایله پر ټولنیزو رسنیو له ټولو هېوادولو سره شریکه کړي.