مکه مکرمه: د نړیوالې ناروغۍ کورونا وایروس وروسته، د بهرنیو حاجیانو د تګ لړۍ سر له نن څخه پیل کېږي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت په حواله، د عمرې درېیم پړاو به له نن څخه پیل شي، چې له مخې به یې په سعودي عربستان کې میشت اوسېدونکي سربېره اوس مکې او مدینې ته له بهر څخه د بهرنیانو د راتلو پروسه هم پیل شي.
د سعودي چارواکو په وینا، له بېلابېلو هېوادونو څخه د عمرې زیارت کوؤنکو راتګ به له نن څخه پیل شي، چې اوس به د ورځې ۲۰۰۰۰شل زره د عمرې زیارت کونکي او ۶۰۰۰۰ خلک به د جمعې لمونځونو ادا کولو سربېره زیارت هم کوي.
د عمرې د درېیم پړاو د پیل په پام کې نیولو سره، په مسجد الحرام کې د کورونا وایروس پروړاندې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت وایي، د عمرې بهرني زیارت کوونکي به د لومړیو دریو ورځو لپاره په خپل هوټل کې په آئسولیشن (انزوا) کې پاتې کېږي، وروسته له هغې به حاجیان په ځانګړې بسونو کې مسجد الحرام او مسجد النبوي ته لیږدول کېږي.