۱۶ ورځي وروسته، د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې اجازه ورکول کیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
له څه باندي ۷ میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالحرام دروازې خلاصي سوې او د سعودي اوسېدونکو ته د عمرې او زیارت اجازه ورکول سول.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چي د نوومبر په لومړۍ او د ربیع الاول پر ۱۵ نېټه به سعودي د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې کولو اجازه ورکړي.
سعودي لومړی هغه هیوادونه په نښه کوي، چي د کرونا وبا پکښي لږ ده.
سعودي په درو مرحلو کي د عمرې لپاره مسلمانانو ته اجازه ورکړل.
Haramain Sharifain on Twitter: "Scenes during Taraweeh prayers in Masjid Al  Haram yesterday #Ramadan… "
لومړی مرحله جریان لري او سلګونه تنه د ورځي عمره کوي او دوهمه مرحله دوې ورځي وروسته پیلیږي، چي یوازي د سعودي اوسېدونکي هره ورځ له ۱۵۰۰۰ تر ۴۰،۰۰۰ عمره کوونکو پوري عمره کولای سي.
دریمه مرحله د نوومبر په لومړۍ نېټه پیلیږي، چي د سعودي عرب دننه او له بهر څخه د ورځي له ۲۰،۰۰۰ څخه تر ۶۰،۰۰۰ پوري مسلمانان کولای سي، چي عمره، زیارت او لمونځ اداء کړي او طوافونه ترسره کړي.
Haramain Sharifain on Twitter: "Scenes from Masjid Al Haram during Taraweeh  Prayers yesterday… "
د کرونا ویروس له امله د حرمینو شریفینو دروازې په عام ډول بندي سوې او عمره کوونکو ته اجازه نه ورکول کېدل چي عمره او زیارت دي وکړي.
سږ کال د حج په مراسمو کي یوازي د سعودي سلګونو اوسېدونکو برخه واخیستل.