په ژمي کې د ویښتو داسې ساتنه وکړئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
ژمی د نورو روغتیايي ستونزو ترڅنګ ستاسې ویښتو ته هم یو خطرناک موسم کیدای شي.
دلیل یې دا دی، چې وچه او سخته هوا د پوستکي ترڅنګ ویښتو ته سخت تاوان رسوي.
دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې شي، چې په دغه موسم کې ستاسې د ویښتو له ښې ساتنې سره مرسته کوي.
له لمدو ویښتانو سره مه وځئ
دا خبره به مو زیاته اوریدلې وې: له لمدو ویښتانو سره د باندې مه ځه، چې ساړه دې کیږي.
له لمدو ویښتانو سره له حمام یا تاوده ځایه وتل نه یوازې ستاسې د سړو سبب کیږي؛ بلکې ویښتانو ته مو هم تاوان رسوي.
که داسې ووتئ او هوا زیاته سړه وه، د ویښتو لوندوالی ستاسې په سرکې د نه ښکاریدونکي یخ جوړیدو سبب کیږي.
دا یخ جوړیدل وزن پيدا کوي او ستاسې د ویښتو د ماتیدو سبب ګرځي.
ویښته غوړ کړئ
ویښته که هرڅومره هم نرم وي، بیا هم غوړیدو ته ضرورت لري.
په ژمي او یخنۍ کې خو دا ضرورت بیخي جدي کیږي. تاسې د ویښتو د ښه ساتلو لپاره مناسب تیل یا نور د ویښتو نرمونکي شیان وکاروئ.
ګرمې اوبه مه کاروئ
په ډېرو ګرمو اوبو د ویښتانو پریمینځل هم ویښتو ته تاوان رسوي. د اوبو ډېره تودوخه د پوستکي او ویښتو دواړو د وچیدو سبب کیږي.
البته ډېرې سړې اوبه هم ورته زیانونه لري او نه باید استعمال شي.
د ویښتو وینځلو پروخت باید له متوسطه اوبو څخه کار واخیستل شي.
د ویښتو زیات پریمینځل
له ویښتو سره دا ښیګڼه کول نه دي، چې څو ـ څو ځله یې پر شامپو ووینځئ.
زیات پریمینځل هم ویښتو ته په ګټه نه دي او باید احتیاط ورسره وشي.
د مختلفو څېړنو پروخت ثابته شوې، چې د شامپو زیات استعمال د پوستکي هغه برخه زیانمنوي، کومه چې غوړ تولیدوي.
ستاسې ویښته که صاف وي، ښه ده چې په هرو دوه یا درې ورځو کې یې ووینځئ او که خواره واره ویښته لرئ، بیا ښه ده چې په هرو څلور پينځو ورځو کې یې یو ځل ووینځئ.
د الکولي نه استعمال
د الکولي موادو لکه: د ویښتو سپرۍ، د ویښتو جیل او نور هم د ویښتو لپاره مضر تمامیږي.
د دغو موادو د اخیستو پر وخت دقت وکړئ، چې زیات مضر شیان وانخلئ.
سرمو زیات مه پوښئ
که عادت لرئ، چې سرمو باید وپوښئ، افراط باید پکې ونه کړئ.
که د ورځې مو سرپه خولۍ، پکول، پګړۍ یا بل څه پټوئ، کورته له تلو سره یې باید بیرته لوڅ او په غوړیو یا تېلو غوړ کړئ.
ویښتو ته باید په لازمه اندازه د تنفس کولو فرصت برابر شي، که برابر نه شي تاوان درته کوي.
دا کار په خاص ډول په ژمي کې زیات باید وشي، ځکه په دې موسم کې ډېرخلک خپل سر پټوي.