ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
سرطان یوه ډیره خطرناکه ناروغي ده، چې ویل کیږي د مخنیوي لپاره يې کولای شئ له دې خوړو اسفتاده وکړئ:
۱- ځمکني توتو
څېړنو ښودلې چې ځمکني توت د ویټامین سي (Vitamin C) چې بدن یې د جوړولو وړتیا نه لري، یوه غوره سرچینه ده.
ویټامین سي هغه څه دي چې د سرطان په مخنیوي کې مهمه ونډه لري. دغه ویټامین د بدن دفاعي ځواک غښتلی کوي او سربېره پر دې د مختلفو ناروغيو پر وړاندې مقاومت کوي. د یوې څېړنې پر بنسټ په ځمکنيو توتو کې شته ایلاجیک اسید (Ellagic Acid) نومي ګټور مواد د سرطان ضد خاصیت لري او د سرطاني سرطاني حجراتو د زیاتېدو او پرمختګ مخه نیسي.
۲- خټکى
خټکى د زړه، سږو او سرطان ناروغيو مخنيوى کوي.
په خټکي کې شته کوټینایډ نومی پروټین د سرطاني ناروغۍ لپاره طبیعي درمل ګڼل کېږي او په غټو کولمو کې د سرطان خطر کموي. خټکی په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي چې کولی شي انسان په سرطان اخته کړي.
۳- چغندر
چغندر مو له سرطان ناروغۍ څخه ژغوري. طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي.
۴- جوش شوي کچالو
هره ورځ د دوو جوش شویو کچالیو خوړل لس سلنه د سرطاني ناروغۍ خطر کموي.
په دې اړه په چین کې ترسره شوې څېړنه ښيي، هغه خواړه او سابه چې ویټامین C لري، کولای شي چې د معدې سرطان له منځه یوسي. کچالو هم په خپل ځان کې په زیاته پیمانه ویټامین سي لري.
د غذايي رژیم په اړه د چین د بېلابېلو پوهنتونونو په څېړنو کې په ډاګه شوې چې کچالو د معدې د سرطان مخه نیسي.
د څېړونکو په باور، هغه کسان چې سابه او پیاز ډېر کاروي، د معدې پر سرطان نه اخته کېږي.
۵- د کچالو پوستکی
کچالو لږه کالوري خو په زیاته کچه ویټامین سي، ويټامین بي او اوسپنه لري. دا ګټې یوازې په سپین کړي کچالو کې نه، بلکې په پوستکي کې یې هم شته. د ويټامین سي دنده په بدن کې د ارامۍ احساس او د ټپونو رغول دي. په ويټامین سي کې په زیاته اندازه شته انټي اکسیدان د سرطاني ناروغیو ضد عمل کوي. د کچالو پوست په زیاته اندازه ويټامین بي او اوسپنه هم لري، خو تر ټولو مهمه دا ده چې د کچالو په پوستکي کې شته اوسپنه خپله د کچالو په پرتله پنځه برابره زیاته ده.
۶- بادرنګ
بادرنګ د هغو سبزیو او مېوو په سر کې راځي چې له تندې سره مبارزه کوي. بادرنګ په هضم کې مرسته کوي، له بدن څخه د زهري موادو په ايستلو کې مرستندوی ثابت شوي او پر جنسي روغتیا یې اغېز مثبت دی، د سرطاني ناروغيو لپاره هم ګټور دي او هغه وګړي چې د بدن پوست یې وچ وي، د بادرنګ کارول ورته خورا ګټور دي.
۷- الو بخارا
الو بخارا هم د سرطاني ناروغیو مخه نیسي. الو بخارا د هاضمې د سيسټم لپاره ډېر ګټور دي او په زیاته کچه مغذي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.
څېړنو ښودلې، الوبخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انټي اکسیدان لري او د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.
۸- زعفران
که غواړی چې ذهني ارامتیا ولري، زعفران وکاروئ. له دې سره سره زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي.
۹- نعنا
نعنا هغه بوټی یا سابه دي چې د روغتیا لپاره خورا ګټور دي او د کال په هر فصل کې په اسانۍ ترلاسه کېدای شي. د تغذیې برخې یو مشهور متخصص پیام فرح وایي، نعنا انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي او ستړیا یې له منځه وړي.
د نعنا خوړل له بدن څخه زهري مواد وباسي، د سر درد له منځه وړي، د خولې بد بوی ورکوي، سرطان کابو کوي، وینه پاکوي او د ساه لنډۍ لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.