یوه انجلۍ چي په ورځ کښي ۱۰ ځلي ویده کیږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: پلوشه فضلي
په عصبي ناروغي اخته ۱۴ کلنه انجلۍ په ورځ کښي لس واري بیدېږي. د خوب کولو وخت یې نه وي مالوم، د لوبو په میدان، د سودا اخیستلو پر مهال او… په ناڅاپي ډول خوب ورځي او ویده کیږي.
nicolesleep 1536675551 یوه انجلۍ چي په ورځ کښي ۱۰ ځلي ویده کیږي
نکول نومې انجلۍ په نارکو لیپسی عصبي مریضي اخته ده او دا ناروغي په ۶ کلنۍ کي ورپېښه سوې ده.
په دې ناروغي د اخته کسانو دماغ نه سي کولای چي د دوی د خوب وخت منظم کړي. نو ځکه نکول نومې انجلۍ د خندا او خوراک په وخت کښي بیده کېږي. دا خوب یوازي د څو دقیقو له پاره وي.
نکول که څه هم د یوې عجیبې ناروغۍ قرباني ده، خو بیا هم په ښوونځي کښي سل سلنه حاضري لري.
nicolehockey 1536675547 یوه انجلۍ چي په ورځ کښي ۱۰ ځلي ویده کیږي
د نوموړې والدین وايي چي د تداوۍ وړاندي یې په شپه او ورځ کښي ۲۳ ساعته خوب کاوه. خو اوس له ۳ تر ۴ ساعتو خوب کوي؛ مګر غیر منظم- د څو دقیقو له پاره بیدېږي او بیا بیرته خپل عادي حالت ته راګرځي.